او چا ته چې الله تعالی د هدایت توفیق ورکړي نو یقینا دا په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او چا لره چې لرې کړي د دې نه او ګمراه یې کړي نو هیچیرې به ته بیا نه مومې -ای پیغمبره- دوی لره دوستان چې د حق طرف ته یې بوځي، او د دوی څخه ضرر دفع کړي، او دوی ته فایدې ورسوي، او راجمع به کړو دوی د قیامت په ورځ چې په مخونو به راښکل کیدلی شي نه به څه ویني او نه به خبرې کولی شي او نه به څه اوري، ځای د ورتګ د دوی هغه چې دوی به ورته ورځي جهنم دی، هر کله چې د دې لمبې په قلاره شي مونږ به یې نورې هم زیاتی کړو په بلولو سره.
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته تاسې اختیار لرلی د خزانو د رحمت د رب زما هغه چې نه ختمیږي او نه ورکیږي، نو په دغه وخت کې به تاسې بند کړی شوي وئ د خرچ کولو د دې خزانو نه د ویرې د ختمیدلو د هغې هسې نه چې تاسې غریبان نشئ، او د انسان طبیعت دا دی چې دا بخیل دی مګر که دا مومن وي، نو دا خرچ کوي د الله تعالی د ثواب په امید.