وَلَا تَتَّخِذُوْۤا اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوْتِهَا وَتَذُوْقُوا السُّوْٓءَ بِمَا صَدَدْتُّمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
او تاسې مه ګرځوئ قسمونه خپل سبب د دوکې چې یو بل ته پرې دوکه ورکوئ، په دې سره تاسې د خپل خواهش تابعداري کوئ، نو ماتوئ دې قسمونو لره کله چې ئې وغواړئ، او پوره کوئ دې قسمونو لره کله چې ئې وغواړئ، نو که چیرته تاسې دا کار وکړئ نو ستاسې قدمونه به د سمې لارې نه وښوییږي وروسته د دې نه چې هغه په دې باندې کلک وو، او وبه څکئ عذاب په سبب د اوړیدلو ستاسې د الله تعالی د لارې نه، او په سبب د اړولو ستاسو نورو خلکو لره د دې لارې نه، او ستاسې لپاره به څو چنده عذاب دی.
التفاسير: