وَاَنْذِرِ النَّاسَ یَوْمَ یَاْتِیْهِمُ الْعَذَابُ فَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رَبَّنَاۤ اَخِّرْنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ؕ— اَوَلَمْ تَكُوْنُوْۤا اَقْسَمْتُمْ مِّنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِّنْ زَوَالٍ ۟ۙ
ای رسوله! امت دې د قيامت د ورځې د الله له سزا ووېروه، په دغه وخت کې به هغه کسان چې پر الله د کفر او پر هغه د شرک له امله يې پرځانو ظلم کړی ووايي: ای زموږ پالونکيه! مهلت راکړه، له موږ سزا وروسته کړه او دنيا ته مو د لږې مودې لپاره بېرته ولېږه پر تا به ايمان راوړو، د هغو رسولانو پيروي به وکړو چې موږ ته دې رالېږلي؛ نو هغوی ته به د ملامتيا په توګه ځواب ورکړل شي: آيا تاسو د دنيا په ژوند کې لوړه نه وه کړې چې تاسو لره لېږد نشته د دنيا له ژوند څخه آخرت ته، له مرګ وروسته له بېرته پاڅېدو نټه کوونکي وئ.
التفاسير: