《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 艾布·宰凯里雅。

external-link copy
93 : 5

لَیْسَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِیْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاَحْسَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠

5-93 هېڅ ګناه نشته په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په هغه (شرابو) كې چې هغوى (له دې حكم نه مخكې) خوړلي (څښلي) دي، كله چې هغوى پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و او نېك عملونه يې كړي وو، بیا پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و، بیا پرهېزګاره شوي وو او نېكي يې كړې وه او الله نېكي كوونكي خوښوي info
التفاسير: