《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹

external-link copy
57 : 7

وَهُوَ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنٰهُ لِبَلَدٍ مَّیِّتٍ فَاَنْزَلْنَا بِهِ الْمَآءَ فَاَخْرَجْنَا بِهٖ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ؕ— كَذٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتٰی لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

او الله هغه ذات دی چې د خپل رحمت( باران) نه وړاندې زیري ورکوونکي بادونه را الوزوي. تر څو پنډې وریځې را پورته او بیا یې د یوه وچ وطن په لور بیایو له همدغو وریځو اوبه راښکته کوو او د اوبو په واسطه هر ډول میوې مینځ ته راوړو. په همدې توګه مونږ مړي هم بیرته راژوندي کوو پکار دي چې تاسې پند واخلئ. info
التفاسير: