《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹

قمر

external-link copy
1 : 54

اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ۟

قیامت نژدې او سپوږمۍ وچاودیده[۸] info

[۸] ـ د هغې پيښې یادونه ده چې کافرانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه معجزه وغوښته الله پاک سپوږمۍ دوه ټوټې کړه.بخاري،مسلم،ابن جریر.

التفاسير:

external-link copy
2 : 54

وَاِنْ یَّرَوْا اٰیَةً یُّعْرِضُوْا وَیَقُوْلُوْا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ۟

که هر نښه وویني نو مخ به ترې واړوي او وایې به چې دا یو پیاوړی جادو دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 54

وَكَذَّبُوْا وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ وَكُلُّ اَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ۟

دا پیښه یې درواغ وګڼله او په خپلو خواهشاتو پسې ولاړل.او دا پخه خبره ده چې هر شی پای ته رسیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 54

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنَ الْاَنْۢبَآءِ مَا فِیْهِ مُزْدَجَرٌ ۟ۙ

او هغوی ته د پخوانیو هغه حالات ښه څرګند شوی چې له بدۍ څخه د مخنیوي لپاره ښه رټونکی دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 54

حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ۟ۙ

ښه پوره او بشپړ حکمت ؤ،خو ډاروونکو د هیڅ شی مخه ونه نیوله. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 54

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ— یَوْمَ یَدْعُ الدَّاعِ اِلٰی شَیْءٍ نُّكُرٍ ۟ۙ

نو ای محمده!مخ ترې واړه وه.او هغه ورځ رایاده کړه چې یو بلونکی به یې د یوې نااشنا صحنې په لور وبلي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 54

خُشَّعًا اَبْصَارُهُمْ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ كَاَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنْتَشِرٌ ۟ۙ

هلته به یې سترګې مړاوي او د خورو ورو ملخانو په څير به له قبرونونه راپورته کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 54

مُّهْطِعِیْنَ اِلَی الدَّاعِ ؕ— یَقُوْلُ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا یَوْمٌ عَسِرٌ ۟

د بلونکی په لور به په منډه روان وي.او کافران به وایې چې:دا ډیره سخته ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 54

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ فَكَذَّبُوْا عَبْدَنَا وَقَالُوْا مَجْنُوْنٌ وَّازْدُجِرَ ۟

له دوی نه وړاندې د نوح قوم هم ددرواغو نسبت کړی و،زمونږ بنده یي درواغجن ګڼلی او ویلي یي وو چې:یو رټل شوی لیونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 54

فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ ۟

نوح خپل رب ته لاسونه پورته کړل او دعا يي وکړه:زه بې وسې کړی شوی یم زما بدل واخله! info
التفاسير:

external-link copy
11 : 54

فَفَتَحْنَاۤ اَبْوَابَ السَّمَآءِ بِمَآءٍ مُّنْهَمِرٍ ۟ؗۖ

نوهغه وو چې مونږ د تیز او تند باران په ورولو د اسمان دروازې راخلاصې کړې. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 54

وَّفَجَّرْنَا الْاَرْضَ عُیُوْنًا فَالْتَقَی الْمَآءُ عَلٰۤی اَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ۟ۚ

او ځمکه موټوله د چینو په توګه راوخوټوله او دواړه اوبه د ټاکلی شوي کار لپاره سره یو ځای شوی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 54

وَحَمَلْنٰهُ عَلٰی ذَاتِ اَلْوَاحٍ وَّدُسُرٍ ۟ۙ

مونږ نوح په تختو او میخ لورنکو کښتۍ کې سور کړ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 54

تَجْرِیْ بِاَعْیُنِنَا جَزَآءً لِّمَنْ كَانَ كُفِرَ ۟

کښتۍ زمونږ د سترګو لاندې روانه وه.هو!دا د هغه چا بدل اخیستل وو چې منلی شوی نه و. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 54

وَلَقَدْ تَّرَكْنٰهَاۤ اٰیَةً فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

مونږ کښتۍ د یوې نښې په توګه پریښووله ایا شته کوم پند اخیستونکی؟ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 54

فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو څنکه و عذاب زمونږ او زمونږ ډارول؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی ایا شته کوم پند اخیستونکی؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 54

كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

عادیانو هم د دوراغو نسبت کړی وو.نو وګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْ یَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ۟ۙ

مونږ پرې په یوه شومه ورځ په پرله پسې توګه یو سخت تند او ډیر یخ باد راوالو زاوو. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 54

تَنْزِعُ النَّاسَ ۙ— كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنْقَعِرٍ ۟

خلک به یې داسې الوزول لکه چې د ویستلو شوو خرماګانو پراته ډډونه وي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 54

فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو وګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠

او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لباره اسان کړی دی.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 54

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِالنُّذُرِ ۟

ثمودیانو هم داروونکي دوراغجن ګڼلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 54

فَقَالُوْۤا اَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟

او ویلي یي:ایا مونږ په یوه داسې چا پسې ولاړ شو چې زمونږ په شان بشر دی؟ که مونږ دا کار وکړ نو مونږ به ډیر لار ورکي او ناپوهان یو. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 54

ءَاُلْقِیَ الذِّكْرُ عَلَیْهِ مِنْ بَیْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ اَشِرٌ ۟

ایا په مونږ کې یوازې هغه وچې وحې پرې نازله شوه؟نه هیڅ ورته نه دي نازل شوي بلکې هغه ډیر لوی درواغجن متکبر دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 54

سَیَعْلَمُوْنَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْاَشِرُ ۟

سبا ته به هغوی ته معلومه شي چې ډیر لوی درواغجن متکبر څوک دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 54

اِنَّا مُرْسِلُوا النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ۟ؗ

مونږ او ښه د ازمیښت په توګه ورولیږله.نو اوس ته انتظار او صبر کوه چې څه ورسره کیږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 54

وَنَبِّئْهُمْ اَنَّ الْمَآءَ قِسْمَةٌ بَیْنَهُمْ ۚ— كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ۟

او ورته څرګنده کړه چې اوبه د دوی او اوښې ترمینځ په نوبت دي.هر څوک به خپل نوبت ته حاضریږي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 54

فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰی فَعَقَرَ ۟

خپل بد بخته ملګرې یې راوغوښت یو له بل سره یې لاس ور کړ او ښه یي زخمي کړه. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 54

فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نووګوره چې څرنګه وو زمونږ عذاب؟او زمونږ ډارول؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَكَانُوْا كَهَشِیْمِ الْمُحْتَظِرِ ۟

مونږ یوازې یوه چیغه ورولیږله ناببره د شپول د پروړی په شان ځپ،ځپ شوی وو. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 54

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطٍۭ بِالنُّذُرِ ۟

د لوط قوم هم ډاروونکي درواغجن ګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ حَاصِبًا اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— نَجَّیْنٰهُمْ بِسَحَرٍ ۟ۙ

مونږ پرې کاڼي ویشتونکی باد راوالوزاوه خو د لوط کورنۍ وژغورل وه.په سپیده چاود کې مو هغو یته نجات ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 54

نِّعْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ شَكَرَ ۟

دا زمونږ لورینه وه.او زمونږ هر شکر کوونکي ته په همدې ډول بدله ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 54

وَلَقَدْ اَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ۟

په یقین چې لوط هغوی زمونږ له نیولو نه ډارولی وو. خو هغوی ډاروونکو ته د شک په سترګه کتل. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 54

وَلَقَدْ رَاوَدُوْهُ عَنْ ضَیْفِهٖ فَطَمَسْنَاۤ اَعْیُنَهُمْ فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

او د هغه د میلمنو د لاس ته راوړلو پوره هڅه یي وکړه خو مونږ په سترګو ړانده کړل.او ورته مو وویل:چې اوس زما د عذاب او ډارولو خوند واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 54

وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ۟ۚ

سهار وختي پرې پوخ او نه خوځیدونکی عذاب راښکته شو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 54

فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو وڅکئ زما عذاب او دارول. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠

او په یقین چې مونږ قران د پند اخیستو لپاره اسان کړی دی.ایا شته پند اخیستونکی؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 54

وَلَقَدْ جَآءَ اٰلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ۟ۚ

د فرعون خلکو ته ډاروونکي راغلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 54

كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كُلِّهَا فَاَخَذْنٰهُمْ اَخْذَ عَزِیْزٍ مُّقْتَدِرٍ ۟

زمونږ ټولې نښې یې درواغ وګڼلې نو مونږ د یوه برلاسي او پیاوړي ځواک په توګه ونیول. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 54

اَكُفَّارُكُمْ خَیْرٌ مِّنْ اُولٰٓىِٕكُمْ اَمْ لَكُمْ بَرَآءَةٌ فِی الزُّبُرِ ۟ۚ

ایا ننه ني کافران له پرونیو کافرانو څخه غوره دي؟او که په کتابونو کې ستاسې خلاصون اعلان شوی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 54

اَمْ یَقُوْلُوْنَ نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ ۟

ایا هغوی وايې چې مونږ یو موټې او یو د بل بدل اخیستونکي یو؟ info
التفاسير:

external-link copy
45 : 54

سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَیُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ ۟

ډیر ژر به دا ډله ماته او مخ په څټ تیښته به وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 54

بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ اَدْهٰی وَاَمَرُّ ۟

بلکې داصلي ماتې وعده ځای ئې قیامت دی.او هغه خورا سخت او تریخ وخت دی. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 54

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟ۘ

بې شکه چې مجرمان په ګمراهۍ کې اخته او له سوزوونکي اور سره مخ دي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 54

یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ ؕ— ذُوْقُوْا مَسَّ سَقَرَ ۟

هغه ورځ چې پړ مخ پر مخونو په اور کې راکش،او ورته به وویل شي چې:اوس د دوزخ خوند وڅکئ. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 54

اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ ۟

او بې له شکه مونږ هر شی په تاکلې اندازه پیدا کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 54

وَمَاۤ اَمْرُنَاۤ اِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ ۟

او زمونږ هر کار یو حکم دی چې د سترګو په رپ کې پوره کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 54

وَلَقَدْ اَهْلَكْنَاۤ اَشْیَاعَكُمْ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

او ستاسې په څیر مونږ ډیر خلک هلاک کړي دي.ایا شته کوم پند اخیستونکی؟ info
التفاسير:

external-link copy
52 : 54

وَكُلُّ شَیْءٍ فَعَلُوْهُ فِی الزُّبُرِ ۟

هغوی چې هرڅه کړي،په کتابونو کې ښکل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 54

وَكُلُّ صَغِیْرٍ وَّكَبِیْرٍ مُّسْتَطَرٌ ۟

او هر کوچنی او لوی کار ښکل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 54

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَهَرٍ ۟ۙ

بې له شکه پرهیزګاران به په باغونو او ویالو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 54

فِیْ مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیْكٍ مُّقْتَدِرٍ ۟۠

د توانا او پیاوړي پاچا په وړاندې به د رښتیا او عزت په ځای کې ناست وي. info
التفاسير: