《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。

external-link copy
171 : 4

یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَا تَغْلُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ وَلَا تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ ؕ— اِنَّمَا الْمَسِیْحُ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ رَسُوْلُ اللّٰهِ وَكَلِمَتُهٗ ۚ— اَلْقٰىهَاۤ اِلٰی مَرْیَمَ وَرُوْحٌ مِّنْهُ ؗ— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ۫— وَلَا تَقُوْلُوْا ثَلٰثَةٌ ؕ— اِنْتَهُوْا خَیْرًا لَّكُمْ ؕ— اِنَّمَا اللّٰهُ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ؕ— سُبْحٰنَهٗۤ اَنْ یَّكُوْنَ لَهٗ وَلَدٌ ۘ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟۠

ای اهل كتابو! په خپل دين كې مو بې اندازې تېرى مكوئ او د الله په اړه له حقه پرته څه مه واياست، خبره دا ده چې مسيح عيسى د مريمې زوى د الله رسول او هغه فرمان و چې مريمې ته يې ولېږه او د الله له لوري يو روح و، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او مه واياست چې درې دي، ډډه وكړئ، همدا درته غوره ده، په حقيقت كې الله يوازنى (په حقه) معبود دى، هماغه له دې پاك دى چې څوك د هغه زوى وي، د اسمانو او ځمكې هر څه خو يوازې د هغه دي او الله ساتونكى څارونكى بس دى. info
التفاسير: