《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。

external-link copy
136 : 2

قُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلٰۤی اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَعِیْسٰی وَمَاۤ اُوْتِیَ النَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ ۚ— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ ؗ— وَنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟

ووایئ (اې مؤمنانو!) چې موږ ایمان راوړی دی پر الله او پر هغه (قرآن) چې نازل شوی دی پر موږ او پر هغو (صحیفو) چې نازل کړل شوي دي پر ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او اولادې (د دوی) او پر هغو (کتابونو او معجزاتو هم ایمان لرو) چې موسی او عیسی علیهما السلام ته ورکړل شوي دي او (پر) هغو (کتابونو) چې ورکړی شوي دي (نورو) انبیاوو ته د دوی د رب لخوا، حال دا چې نه کوو فرق په منځ د یوه تن د دوی کې او موږ الله ته غاړه ایښودونکي یو. info
التفاسير: