《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。

页码:close

external-link copy
105 : 17

وَبِالْحَقِّ اَنْزَلْنٰهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۘ

او په حقه مو نازل كړى او په حقه نازل شوى او ته مو له زېري وركونكي او وېرونكي پرته بل څه نه يې لېږلى. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 17

وَقُرْاٰنًا فَرَقْنٰهُ لِتَقْرَاَهٗ عَلَی النَّاسِ عَلٰی مُكْثٍ وَّنَزَّلْنٰهُ تَنْزِیْلًا ۟

او قرآن مو بېل بېل كړ چې وخت پر وخت يې په خلكو ولولې او هغه مو كرار كرار نازل كړ. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 17

قُلْ اٰمِنُوْا بِهٖۤ اَوْ لَا تُؤْمِنُوْا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهٖۤ اِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ یَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ سُجَّدًا ۟ۙ

ورته وايه چې كه تاسو يې منئ يا يې نه منئ خو له دې مخكې چې چاته علم وركړى شوى، كله چې دا پر هغو لوستل كيږي نو پړمخې په سجده پرېوځي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 17

وَّیَقُوْلُوْنَ سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنْ كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُوْلًا ۟

او وايي زموږ رب لره پاكي ده، بې شكه زموږ د رب وعده ترسره كېدونكې ده. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 17

وَیَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ یَبْكُوْنَ وَیَزِیْدُهُمْ خُشُوْعًا ۟

او پړمخې پرېوځي، ژاړي او عاجزي يې لاپسې زياتيږي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 17

قُلِ ادْعُوا اللّٰهَ اَوِ ادْعُوا الرَّحْمٰنَ ؕ— اَیًّا مَّا تَدْعُوْا فَلَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ۚ— وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۟

ورته ووايه: الله راوبولئ يا رحمن، هر يو چې رابلئ نو د هغه ډېر ښه نومونه دي، او لمونځ دې مه په لوړ اواز كوه او مه په ډېر ټيټ، بلكې د دې ترمنځ يوه (منځنۍ) لار ونيسه. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 17

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّلَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَلَمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلِیٌّ مِّنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِیْرًا ۟۠

او وايه: هغه الله لره ستاينه ده چې نه يې څوک زوى نيولى، نه يې په باچاهۍ كې څوک شريک شته او نه يې د بې وسۍ له امله څوک ملاتړ شته، او د هغه لويي وايه، بشپړه لويي. info
التفاسير: