《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。

external-link copy
81 : 16

وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّمَّا خَلَقَ ظِلٰلًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْجِبَالِ اَكْنَانًا وَّجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِیْلَ تَقِیْكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِیْلَ تَقِیْكُمْ بَاْسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ یُتِمُّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُوْنَ ۟

او له هغو شيانو چې ده پيدا كړي ستاسي لپاره يې سيوري برابر كړل، په غرونو كې يې پناه ځايونه درته جوړ كړل او داسې كميسونه چې له ګرمۍ مو ساتي او هغه كميسونه چې (په جنګ كې) ستاسي ساتنه كوي، په دې ډول خپل نعمتونه درباندې تماموي ښايي چې تاسو غاړه كيږدئ. info
التفاسير: