《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。

external-link copy
24 : 10

اِنَّمَا مَثَلُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ مِمَّا یَاْكُلُ النَّاسُ وَالْاَنْعَامُ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذَتِ الْاَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّیَّنَتْ وَظَنَّ اَهْلُهَاۤ اَنَّهُمْ قٰدِرُوْنَ عَلَیْهَاۤ ۙ— اَتٰىهَاۤ اَمْرُنَا لَیْلًا اَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنٰهَا حَصِیْدًا كَاَنْ لَّمْ تَغْنَ بِالْاَمْسِ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

د دنيا د ژوند مثال خو داسې دى لكه موږ چې له آسمانه اوبه را واورولې نو د ځمكې شنيلي چې انسانان او څاروي يې خوري، (ښه) ګڼ، پرېمانه شي، څو چې ځمكې خپله تازګي واخيسته او ښكلې شوه او څښتنانو يې ګومان وكړ چې اوس هغوى ورباندې واکمن دي، (ناڅاپه) د شپې يا د ورځې زموږ حكم ورته راغى نو داسې مو رېبلي (تباه) كړل لكه چې (هلته) پرون هېڅ نه وو، په همدې شان موږ خپل دلايل (نښانې) هغو خلكو ته په تفصيل بيانوو چې فكر كوي. info
التفاسير: