《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

بروج

每章的意义:
بيان قوة الله وإحاطته الشاملة، ونصرته لأوليائه، والبطش بأعدائه.
د الله د ځواک او د هغه د ټول ګډونه چاپېره کېدو او خپلو دوستانو ته يې د مرستې او دښمنانو په اړه يې د نيونې بيان. info

external-link copy
1 : 85

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْبُرُوْجِ ۟ۙ

الله پر داسې اسمان لوړه وکړه چې د لمر، سپوږمۍ او نورو شيانو پر منزلو مشتمل دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 85

وَالْیَوْمِ الْمَوْعُوْدِ ۟ۙ

او الله د قيامت په هغه ورځ لوړه وکړه چې ژمنه يې کړې چې په هغې کې به ټول خلک را ټولوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 85

وَشَاهِدٍ وَّمَشْهُوْدٍ ۟ؕ

او پر هر شاهد يې قسم وکړ، لکه نبي چې پر خپل امت شاهدي ورکوي او هر مشهود لکه پر چې نبي يې شاهدي ورکوي.
info
التفاسير:

external-link copy
4 : 85

قُتِلَ اَصْحٰبُ الْاُخْدُوْدِ ۟ۙ

پر هغو کسانو لعنت ويل شوی چې په ځمکه کې يې لويه کنده اېستلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 85

النَّارِ ذَاتِ الْوَقُوْدِ ۟ۙ

او هغوی پکې اور بل کړ، او مؤمنان یې ژوندي پکې واچول. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 85

اِذْ هُمْ عَلَیْهَا قُعُوْدٌ ۟ۙ

هغه مهال چې هغوی پر دغه له اور څخه ډکه کنده ناست وو. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 85

وَّهُمْ عَلٰی مَا یَفْعَلُوْنَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ شُهُوْدٌ ۟ؕ

او هغوی د هغه عذاب او سزا ليدونکي وو چې مؤمنانو ته يې ورکوله؛ ځکه هغوی هلته شتون درلود. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 85

وَمَا نَقَمُوْا مِنْهُمْ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ

او دغو کافرانو پر مؤمنانو يوازې له دې امله عيب لګولو چې هغوی پر داسې برلاسي الله ايمان راوړی و چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای او په هرڅه کې ستايل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 85

الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟ؕ

هغه ذات چې يوازې هغه لره د اسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، او هغه پر هر څه خبر دی، له هغه د خپلو بندګانو له کارونو هيڅ هم پټ نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 85

اِنَّ الَّذِیْنَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوْبُوْا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِیْقِ ۟ؕ

پرته له شکه هغه کسان چې مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه و ته يې د اور سزا ورکړې ده تر څو هغوی يوازې پر الله له ايمان راوړلو څخه را وګرځوي، بيا يې الله ته له خپلو ګناهونو توبه هم نه ده اېستلې، د قيامت په ورځ هغوی لره د دوزخ عذاب دی او هغوی لره د اور عذاب دی چې سوزوي به يې، دا د هغوی لپاره د هغه څه سزا ده چې مؤمنان يې په اور کې سوځول. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 85

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِیْرُ ۟ؕ

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي دي، د هغوی لپاره داسې جنتونه دي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، دغه بدله چې د هغوی لپاره چمتو کړل شوې ده لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 85

اِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِیْدٌ ۟ؕ

اې رسوله! پرته له شکه ظالم لره ستا د پالونکي نيونه ډېره پياوړې ده که څه هم تر يوې مودې يې همداسې پرېږدي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 85

اِنَّهٗ هُوَ یُبْدِئُ وَیُعِیْدُ ۟ۚ

پرته له شکه هغه خلک او عذاب د لومړي ځل لپاره پيدا کوي او د بيا ځلې لپاره يې راګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 85

وَهُوَ الْغَفُوْرُ الْوَدُوْدُ ۟ۙ

او هغه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي، او له ځان ساتونکو يې خپل دوستان خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 85

ذُو الْعَرْشِ الْمَجِیْدُ ۟ۙ

د عزتمن عرش څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 85

فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ ۟ؕ

چاته چې د ګناهونو بښنه او يا چاته سزا ورکول وغواړي ښه تر سره کوونکی يې دی، هغه پاک ذات لره څوک اړ اېستونکی نشته. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 85

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْجُنُوْدِ ۟ۙ

اې رسوله! ايا تاته د هغو کسانو د لښکرو خبر رسېدلی دی چې د حق پر وړاندې د جګړې او د هغو د مخنيوي لپاره يې لښکرې جوړې کړې؟. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 85

فِرْعَوْنَ وَثَمُوْدَ ۟ؕ

د فرعون او د صالح عليه السلام د اصحابو؛ ثموديانو. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 85

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ تَكْذِیْبٍ ۟ۙ

د دغو خلکو له ايمان راوړلو څخه مخنيوونکی دا نه دی چې هغوی ته د پخوانيو درواغ ګڼونکو امتونو او د هغوی د تباهۍ خبرونه نه و راغلي بلکې هغوی د خپلو غوښتنو د پيروۍ له امله هغه څه درواغ ګڼل چې رسولان يې ورسره راغلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 85

وَّاللّٰهُ مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ مُّحِیْطٌ ۟ۚ

او الله د هغوی پر کړنو په شمېرلو سره چاپېر دی، له هغو هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، زر دی چې بدله به پرې ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 85

بَلْ هُوَ قُرْاٰنٌ مَّجِیْدٌ ۟ۙ

او قرآن شعر نه دی او نه قافيه ده لکه څنګه چې درواغ ګڼونکي وايي، بلکې هغه عزتمن قرآن دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 85

فِیْ لَوْحٍ مَّحْفُوْظٍ ۟۠

په داسې تخته کې دی چې له بدلون، تحريف، کموالي او زيادت څخه خوندي ده. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• يكون ابتلاء المؤمن على قدر إيمانه.
د مؤمنانو آزموينه د هغوی د ايمان د قوت په اندازه وي. info

• إيثار سلامة الإيمان على سلامة الأبدان من علامات النجاة يوم القيامة.
د ايمان سلامتيا ته د بدن پر سلامتيا لومړيتوب ورکول د قيامت په ورځ د ژغورلو نښه ده. info

• التوبة بشروطها تهدم ما قبلها.
توبه له خپلو شرطونو سره ټول هغه ګناهونه له منځه وړي چې مخکې ترې شوې وي. info