《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

external-link copy
117 : 7

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ۚ— فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚ

او الله تعالی خپل پیغمبر او کلیم (خبرې کړی شوي) موسی -علیه السلام- ته وحي (حکم) وکړ: چې وغورځوه -ای موسی- امسا خپله، نو هغه وغورځوله، او د هغې نه مار جوړ شو داسې چې د هغوی رسۍ ګانې او امساګانې یې تیرې کړلې هغه چې هغوی د حقیقت د اړولو لپاره استعمالولې، او خلکو ته یې داسې ښودله ګویا کې دا ماران دی چې منډې وهي. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• من حكمة الله ورحمته أن جعل آية كل نبي مما يدركه قومه، وقد تكون من جنس ما برعوا فيه.
د الله تعالی د حکمت او رحمت څخه دا دي چې هر پیغمبر لره یې داسې معجزه ورکړې چې د هغه قوم پرې پوهیږي، او کله کله خو دا معجزه د هغه قسم څخه وي چې دوی پکې ډیر پرمختګ کړی وي. info

• أنّ فرعون كان عبدًا ذليلًا مهينًا عاجزًا، وإلا لما احتاج إلى الاستعانة بالسحرة في دفع موسى عليه السلام.
بیشکه فرعون یو ذلیل سپک او عاجز بنده و، او که داسې نه وی نو د موسی -علیه السلام- د مقابلې لپاره به د جادوګران مرستې ته نه وی اړ شوی. info

• يدل على ضعف السحرة - مع اتصالهم بالشياطين التي تلبي مطالبهم - طلبهم الأجر والجاه عند فرعون.
دا چې جادوګرانو بدله او مرتبه د فرعون سره لټوله نو دا د جادوګرانو په کمزورۍ دلالت کوي سره لدې چې دوی د شیطانانو سره اړیکې درلودې او هغوی به یې خبرو ته لبیک وایه. info