《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

external-link copy
29 : 42

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَثَّ فِیْهِمَا مِنْ دَآبَّةٍ ؕ— وَهُوَ عَلٰی جَمْعِهِمْ اِذَا یَشَآءُ قَدِیْرٌ ۟۠

او د هغه پر قدرت او يووالي له دلالت کوونکو نښانو د آسمانونو پيدايښت او د ځمکې پيدايښت دی، او هغه څه چې په دغو دواړو کې يې عجيبه مخلوقات خپاره کړي دي، او هغه د حشر او بدلې لپاره چې څه وخت وغواړي د هغوی پر راټولولو ځواکمن دی، له دغه يې څوک نه شي عاجزه کولای چې لومړی ځل د هغو پيدا کولو نه دی عاجزه کړی. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• الداعي إلى الله لا يبتغي الأجر عند الناس.
الله ته بلنه کوونکی له خلکو بدله نه غواړي. info

• التوسيع في الرزق والتضييق فيه خاضع لحكمة إلهية قد تخفى على كثير من الناس.
په روزۍ کې پراخي او تنګي راوستل يوازې تر الهي حکمته پورې اړه لري، کله پر ډېری خلکو دا حکمت پټ وي. info

• الذنوب والمعاصي من أسباب المصائب.
ګناهونه او سرغړونې د مصيبتونو لاملونه وي. info