《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

external-link copy
39 : 41

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنَّكَ تَرَی الْاَرْضَ خَاشِعَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ؕ— اِنَّ الَّذِیْۤ اَحْیَاهَا لَمُحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

او د هغه پر لويي، يووالي او د بېرته را ژوندي کولو پر قدرت يې له دلالت کوونکو نښانو دا دي چې ځمکه وينې چې هيڅ شينګی پکې نشته، خو کله چې موږ د باران اوبه پرې و اوروو، نو په هغې کې د پټو تخمونو په راشنه کېدو له امله هغه په خوځښت شي او پورته شي، بېشکه هغه ذات چې دغه مړه ځمکه يې په شينګيو را ژوندۍ کړه، هغه د مړو را ژوندی کوونکی دی او د حساب او بدلې لپاره يې را پورته کوونکی دی، بېشکه هغه پر هر څه ځواکمن دی، د ځمکې له مړه کېدو وروسته د هغې را ژوندي کول هغه نه شي عاجزه کولای او نه د مړو را ژوندي کول او نه د هغوی له قبرونو را پاڅول. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• حَفِظ الله القرآن من التبديل والتحريف، وتَكَفَّل سبحانه بهذا الحفظ، بخلاف الكتب السابقة له.
الله قرآن له تبديلۍ او تحريف ساتلی، او هغه پاک ذات دغه ساتنه پر خپله ذمه اخېستې ده، پر خلاف د هغه د پخوانيو کتابونو. info

• قطع الحجة على مشركي العرب بنزول القرآن بلغتهم.
دعربو مشرکانو باندې قوي حجت قایم شو کله چې ورته قران په عربۍ ژبه راغئ info

• نفي الظلم عن الله، وإثبات العدل له.
له الله څخه د ظلم نفي او هغه ته د عدل اثبات. info