《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

external-link copy
4 : 32

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا شَفِیْعٍ ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

الله تعالی هغه ذات دی چې آسمانونه یې پېدا کړي، او ځمکه یې پېدا کړې، او د دې دواړو ترمنځ چې څه دي هغه یې په شپږو ورځو کې پېدا کړي، او هغه واکمن دی پر دې چې د سترګو له رپ څخه یې هم په لږ وخت کې پېدا کړي، بیا پورته شو په عرش په داسې پورته کېدلو چې د ده له شان سره ښایي، نشته تاسو لره -ای خلکو- له ده پرته څوک ملګری چې ستاسو د کارونو سرپرستي وکړي، یا سپارښتګر چې ستاسو رب ته مو سپارښتنه وکړي، آیا تاسو فکر نه کوئ، چې د هغه الله عبادت وکړئ چې پېدا کړي یې یاست او هغه سره د بل چا عبادت ونکړئ؟!. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• الحكمة من بعثة الرسل أن يهدوا أقوامهم إلى الصراط المستقيم.
د پېغمبرانو د رالېږلو حکمت خپلو قومونو ته نېغه لار ښودل دي. info

• ثبوت صفة الاستواء لله من غير تشبيه ولا تمثيل.
الله ته د استواء صفت پرته له تشبیه او تمثیل (بېلګې) ثابتول. info

• استبعاد المشركين للبعث مع وضوح الأدلة عليه.
د مشرکانو لخوا بعث (پاڅون) لرې او نا اشنا ګڼل سره لدې چې دلایل پرې څرګند دي. info