《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

页码:close

external-link copy
195 : 3

فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ اَنِّیْ لَاۤ اُضِیْعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنْكُمْ مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ ۚ— بَعْضُكُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۚ— فَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَاُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَاُوْذُوْا فِیْ سَبِیْلِیْ وَقٰتَلُوْا وَقُتِلُوْا لَاُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَاُدْخِلَنَّهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۚ— ثَوَابًا مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗ حُسْنُ الثَّوَابِ ۟

نو بس د دوی رب د دوی دعا قبوله کړه : چې زه نه ضایع کوم ستاسو د عملونو ثواب لږ وي او که ډیر، برابره خبره ده که دا عمل کوونکی نر وي او که ښځه، نو بس حکم د ځینو ستاسو د ځینو نورو په څېر په دین کې یو دی، د نر لپاره ثواب نشي زیاتیدلی، او د ښځې نه کمیدلی نشي، پس هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې یې هجرت کړی، او کافرانو د خپلو کورونو څخه ویستلي وي، او د خپل رب د طاعت په وجه ورته ضرر رسیدلی وي، او د الله تعالی په لاره کې یې جهاد کړی وي او وژل شوي وي د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، خامخا زه به دوی ته د قیامت په ورځ د دوی د ګناهونو بخښنه وکړم ، او دوی ته به د دوی له ګناهونو څخه تېر به شم، او خامخا به دوی جنتونو ته ننباسم چې له بنګلو نه لاندې به یې ویالې (نهرونه) بهېږي ، دا بدلې دي د الله تعالی له طرفه، او الله تعالی چې دی خاص د هغه سره خایسته بدلي دي چې څه مثال يې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
196 : 3

لَا یَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِی الْبِلَادِ ۟ؕ

تا دې دوکه نه کړي -ای پیغمبره- د کافرانو اوړیدل راوړیدل په ښارونو کې، او تصرف د دوی په دې ښارونو کې، او د دوی پراخه تجارت او رزق، نو پس ته غم او خفګان احساسوې د دوی د دې حالت له وجی نه. info
التفاسير:

external-link copy
197 : 3

مَتَاعٌ قَلِیْلٌ ۫— ثُمَّ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟

نو بس دا دنیا لږه فایده ده چې دوام نه لري، وروسته لدې نه به ځای د ورتللو د دوی د قیامت په ورځ: جهنم وي، او ډیر بد بستر دی د جهنم اور د دوی لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
198 : 3

لٰكِنِ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا نُزُلًا مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ لِّلْاَبْرَارِ ۟

مګر هغه کسان چې ویریدلي د خپل رب څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، د دوی لپاره جنتونه دي چې بهیږی لاندې د قصرونو د هغې نه ویالې (نهرونه)، وي به دوی په دې جنتونو کې همیشه، دا بدله تیاره کړای شوې دوی ته د الله تعالی له طرفه، او کومې بدلې چې الله تعالی د خپلو نیکانو بندګانو لپاره تیارې کړي، ډیرې غوره او بهتره دي د هغه خوندونو او مزو نه چې کافران پکې پدې دنیا کې اوړي راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
199 : 3

وَاِنَّ مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَمَنْ یُّؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِمْ خٰشِعِیْنَ لِلّٰهِ ۙ— لَا یَشْتَرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

ټول اهل کتاب (یهود او نصارا) نه دي برابر، پس یوه ډله د دوی نه ایمان لري په الله تعالی او په هغه حق او هدایت چې تاسو ته رالیږل شوی دی، او ایمان لري په هغه څه چې هغوی ته رالیږل شوي د هغوی په کتابونو کې، فرق نه کوي په ایمان راوړلو کې د الله تعالی په پیغمبرانو باندې، عاجزي کوونکي غاړه کیښودونکي دي الله تعالی ته، لپاره د حاصلولو د هغه څه چې د هغه سره دي، دوی د الله تعالی آیتونه د نیا له آرامیو څخه په لږ قیمت نه بدلوي، څوک چې په دا ډول صفتونو سره یاد شي، نو د خپل رب سره به د دوی لوی اجر وي، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی په عملونو باندې، او زر بدله ورکوونکی دی په هغو باندې. info
التفاسير:

external-link copy
200 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اصْبِرُوْا وَصَابِرُوْا وَرَابِطُوْا ۫— وَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟۠

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، صبر وکړئ د شریعت په تکلیفونو باندې، او په هغه څه باندې چې تاسو ته رسیږی د د نیا له مصیبتونو څخه، او غالب شئ په کافرانو باندې په صبر کې نو داسې دې نه وي چې کافران ستاسو څخه دیر صبرناک وي، او همیشوالی وکړئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد باندې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې، د دې لپاره چې تاسو خپل مطلوب حاصل کړئ چې د اور نه بچ کېدل او جنت ته ننوتل دي. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• الأذى الذي ينال المؤمن في سبيل الله فيضطره إلى الهجرة والخروج والجهاد من أعظم أسباب تكفير الذنوب ومضاعفة الأجور.
هغه ضرر چې مؤمن ته د الله په لار کې رسېږي او له امله یې هجرت کولو، له کوره وتلو او جهاد ته اړ کېږي، (دا کارونه )د ګناهونو د ورانولو او د اجر دوه چنده کولو له سترو لاملونو څخه دي. info

• ليست العبرة بما قد ينعم به الكافر في الدنيا من المال والمتاع وإن عظم؛ لأن الدنيا زائلة، وإنما العبرة بحقيقة مصيره في الآخرة في دار الخلود.
دې ته اعتبار نشته چې کافر په دې دنیا کې د مال او متاع څخه خوند واخلي که څه هم دا هر څه ډیر پراښه وي. ځكه چې دنيا له منځه تلونکې ده، بلکه عبرت خو آخرت ته دی چې په رښتیا هلته ابدي کور ته پکې ورتلونکی دی. info

• من أهل الكتاب من يشهدون بالحق الذي في كتبهم، فيؤمنون بما أنزل إليهم وبما أنزل على المؤمنين، فهؤلاء لهم أجرهم مرتين.
په اهل كتابو كې داسې خلک شته چې د حق شاهدي وركوي په هغه اساس چې د دوى په كتابونو كې دي، نو په هغه څه ايمان راوړي چې پر دوى نازل شوى دى او هغه څه چې پر مؤمنانو نازل شوي دي، نو د دوى لپاره دوه چنده اجر دى. info

• الصبر على الحق، ومغالبة المكذبين به، والجهاد في سبيله، هو سبيل الفلاح في الآخرة.
په حق باندې صبر کول، او حق ته د دروغو نسبت کوونکو باندې غالب کیدل، او د الله تعالی په لاره کې جهاد کول، همدغه په اخرت کې د کامیابۍ لار ده. info