《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

页码:close

external-link copy
112 : 26

قَالَ وَمَا عِلْمِیْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

نوح عليه السلام هغوی ته وويل: زما به څه پوهه وي د دغو مؤمنانو پر هغو کارونو چې کول يې؟ زه پر هغوی وکيل نه يم چې کړنې يې څارم. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 26

اِنْ حِسَابُهُمْ اِلَّا عَلٰی رَبِّیْ لَوْ تَشْعُرُوْنَ ۟ۚ

د هغوی حساب يوازې زما پر پالونکي دی، چې پر پټو او ښکاره و يې پوهيږي، ما لره نه دی، که چېرې تاسو پوهېدلی نو هغه څه به مو نه وای ويلي کوم څه مو چې وويل. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 26

وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

زه له خپل مجلسه ستاسو د غوښتنې پر بنسټ د دغو مؤمنانو شړونکی نه، ترڅو تاسو ايمان راوړئ. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 26

اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ

زه يوازې يو څرګند وېروونکی يم چې د الله له عذابه مو وېروم. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰنُوْحُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمَرْجُوْمِیْنَ ۟ؕ

هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 26

قَالَ رَبِّ اِنَّ قَوْمِیْ كَذَّبُوْنِ ۟ۚۖ

نوح د خپل پالونکي د رابللو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! پرته له شکه قوم مې درواغجن وګڼلم، په هغه څه کې يې زما تصديق و نه کړ چې ستا لخوا ورسره راغلی وم. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 26

فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَبَیْنَهُمْ فَتْحًا وَّنَجِّنِیْ وَمَنْ مَّعِیَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

نو زما او زما د قوم ترمنځه څه فيصله وكړې او ما وژغورې او څوك مؤمنان چې له ماسره دي. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 26

فَاَنْجَیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۚ

موږ د هغه دعا قبوله کړه، هغه او کوم مؤمنان چې ورسره وو هغوی مو له خلکو او څارويو په يوه ډکه کښتۍ کې وژغورل. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبٰقِیْنَ ۟ؕ

بيا له هغوی پاتې خلک مو ډوب کړل، چې هغه د نوح قوم و. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

پرته له شکه د نوح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې، د هغه او ورسره مؤمنانو، د هغه له قومه د کافرانو په تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، و ډېری د هغوی ايمان راوړونکي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له هغوی توبه ورته وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 26

كَذَّبَتْ عَادُ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

عاديانو رسولان درواغجن وګڼل کله يې چې خپل رسول هود عليه السلام درواغجن وګاڼه. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ هُوْدٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

ياد کړه کله چې هغه وخت چې نسبي ورور يې هود ورته وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.
info
التفاسير:

external-link copy
125 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې دې رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو سره او زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 26

اَتَبْنُوْنَ بِكُلِّ رِیْعٍ اٰیَةً تَعْبَثُوْنَ ۟ۙ

آيا تاسو پر هر لوړ ځای داسې ساختمان جوړوئ چې پرته له کومې دنيوي يا اخروي ګټې هسې يوه چټي نښه وي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 26

وَتَتَّخِذُوْنَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُوْنَ ۟ۚ

او داسې کلاوې او ماڼۍ جوړوئ لکه تل چې په دغه دنيا کې ياست او له هغې څخه نه ځئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 26

وَاِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِیْنَ ۟ۚ

او کله چې په وژلو او وهلو برلاسي اختياروئ؛ نو پرته له زړه سوي او رحمدلي، ظلم کوونکي برلاسي اختياروئ. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلوسره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْۤ اَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۚ

او د هغه الله له قهره وډارشئ چې تاسو ته يې داسې نعمتونه درکړي چې تاسو هم پرې پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 26

اَمَدَّكُمْ بِاَنْعَامٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۚۙ

تاسو ته يې څاروي درکړي او او لادونه يې درکړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 26

وَجَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚ

تاسو ته يې باغونه او روانې چينې درکړې دي. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 26

اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ؕ

پرته له شکه ای زما قومه! زه پرتاسو د قيامت د لويې ورځې له سزا وېرېږم. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 26

قَالُوْا سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَوَعَظْتَ اَمْ لَمْ تَكُنْ مِّنَ الْوٰعِظِیْنَ ۟ۙ

قوم يې ورته وويل: ستا وېرونه او نه وېرونه زموږ لپاره برابره ده، هيڅکله به ايمان درباندې را نه وړو او له هغه څه هيڅکله ونه ګرځو چې پرې يو. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• أفضلية أهل السبق للإيمان حتى لو كانوا فقراء أو ضعفاء.
د لومړنيو ايمان راوړونکو غوره والی که څه هم هغوی بې وزله او کمزوري وي. info

• إهلاك الظالمين، وإنجاء المؤمنين سُنَّة إلهية.
د ظالمانو تباه کول او د مؤمنانو ژغورنه الهي سنت او لاره ده. info

• خطر الركونِ إلى الدنيا.
دنيا ته د مايل کېدو خطر. info

• تعنت أهل الباطل، وإصرارهم عليه.
د باطل والا ضد او پر هغه يې ټينګار. info