《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

external-link copy
3 : 24

اَلزَّانِیْ لَا یَنْكِحُ اِلَّا زَانِیَةً اَوْ مُشْرِكَةً ؗ— وَّالزَّانِیَةُ لَا یَنْكِحُهَاۤ اِلَّا زَانٍ اَوْ مُشْرِكٌ ۚ— وَحُرِّمَ ذٰلِكَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

د زنا د بدوالي له امله الله دا خبره بيان کړه چې څوک په زنا اخته وي هغه يوازې د خپل ځان غوندې له زانیې ښځې سره د واده لېوالتيا لري يا له مشرکې ښځې سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې د هغې مشرکې نکاح روا هم نه وي، او کومه ښځه چې د زنا عادت لري هغه هم يوازې د ځان په څېر له زاني سړي سره د واده لېوالتيا لري يا مشرک سړي سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې له هغه سره نکاح حرامه وي، او پر مومنانو د زانيې ښځې نکاح او زاني سړي ته ور واده کول حرام کړل شوي دي. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• التمهيد للحديث عن الأمور العظام بما يؤذن بعظمها.
د لویو پېښو لپاره د خبرو داسې مقدمه جوړول چې د هغو لوی والی بيان کړي. info

• الزاني يفقد الاحترام والرحمة في المجتمع المسلم.
زنا په اسلامي ټولنه کې درناوی او رحمت له منځه وړي. info

• الحصار الاجتماعي على الزناة وسيلة لتحصين المجتمع منهم، ووسيلة لردعهم عن الزنى.
پر زانيانو ټولنيز بنديز لګول له زانيانو څخه د ټولنې د ژغورلو لار ده او له زنا څخه د هغوی د راګرځولو لار ده. info

• تنويع عقوبة القاذف إلى عقوبة مادية (الحد)، ومعنوية (رد شهادته، والحكم عليه بالفسق) دليل على خطورة هذا الفعل.
حد د تور لګوونکي لپاره يوه مادي او معنوي سزا ده ( چې د شاهدۍ ردېدل او پر هغه د فسق حکم دی) دا د دغه کار د خطرناک والي دليل دی. info

• لا يثبت الزنى إلا ببينة، وادعاؤه دونها قذف.
زنا يوازې په شاهدۍ ثابتيږي او له شاهدۍ پرته د زنا دعوی تور لګول دي. info