《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

页码:close

external-link copy
24 : 22

وَهُدُوْۤا اِلَی الطَّیِّبِ مِنَ الْقَوْلِ ۖۗۚ— وَهُدُوْۤا اِلٰی صِرَاطِ الْحَمِیْدِ ۟

او لارښوونه کړې الله دوی ته په دنیوي ژوند کې د ښایسته ویناوو لکه کلمه د شهادت: لا اله الا الله، او د الله تعالی لویي او ثنا بیانول، او ښودنه يې کړې د دوی د اسلام ستایلی شوی لارې ته. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 22

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِیْ جَعَلْنٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءَ ١لْعَاكِفُ فِیْهِ وَالْبَادِ ؕ— وَمَنْ یُّرِدْ فِیْهِ بِاِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟۠

بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی، او نور خلک هم په اسلام کې د ننوتلو نه بندوي، او بندوي خلک د مسجد حرام نه، لکه مشرکانو چې د حدیبیی په کال کړی و نو زر دی چې وبه څکوو مونږ دوی ته عذاب دردناک، دغه جومات چې مونږ ګرځولې خلکو له قبله د هغوی په لمانځه کې او ځای د عبادت دی په حج او عمره کې، برابر دي په دې د مکې والا کوم چې هلته اوسېږي، او هغه څوک چې ورته راشي د بهر نه چې د مکې والا نه وي، او څوک چې اراده وکړي په دې د کوږوالي د حق نه په یو شي سره د ګناه نه قصدا نو وبه څکوو مونږ دې ته عذاب دردناک. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 22

وَاِذْ بَوَّاْنَا لِاِبْرٰهِیْمَ مَكَانَ الْبَیْتِ اَنْ لَّا تُشْرِكْ بِیْ شَیْـًٔا وَّطَهِّرْ بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَالْقَآىِٕمِیْنَ وَالرُّكَّعِ السُّجُوْدِ ۟

او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ بیان کړل ابراهیم -علیه السلام- ته د بیت الله ځای او د هغه حدود وروسته د دی نه چې هغه نا معلوم وو، او مونږ وحې وکړه هغه ته چې زما سره په عبادت کې هیڅ څيز هم مه شرېکوه، بلکې یواځې زما بندګي وکړه، او پاک کړه کور زما د حسي او معنوي پلیتیانو څخه د طواف کوونکو او لمونځ کوونکو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 22

وَاَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّعَلٰی كُلِّ ضَامِرٍ یَّاْتِیْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِیْقٍ ۟ۙ

او اعلان وکړه په خلکو کې راوبله دوی د ادا کولو د حج دې کور ته کوم چې مونږ تا ته د دې د جوړولو امر کړی؛ راځی به دوی تا ته پیاده او سواره په هر یو اوښ ډنګر چې ستړی شوی وي د مزل له وجې، راولي به دوی لره اوښان چې بار کړي به يې وي د هرې یوې لرې لارې نه. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 22

لِّیَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ۚ— فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْبَآىِٕسَ الْفَقِیْرَ ۟ؗ

د دې لپاره چې دوی حاضر شي هغه څه ته چې دوی ته فاېدې ورکوي د بښنې د ګناهونو نه، او د حاصلولو د ثوابونو نه، او یووالي د ټولي د دوی نه او داسې نور، او چې یاد کړي نوم د الله تعالی په هغه څه چې دوی ئې ذبحه کوي د قربانیو نه په هغو ورځو معلومو کې چې هغه: لسم د ذې الحجې دی او درې ورځې د هغې نه وروسته؛ له وجې د شکر اېستلو نه په هغو نعمتونو چې دوی ته الله تعالی ورکړي د اوښانو او غواګانو او ګدو نه، نو تاسې خوراک وکړئ د دې قربانیانو نه، او خوراک ورکړئ د دې نه هغه چا ته چې هغه ډیر غريب وي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 22

ثُمَّ لْیَقْضُوْا تَفَثَهُمْ وَلْیُوْفُوْا نُذُوْرَهُمْ وَلْیَطَّوَّفُوْا بِالْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟

بیا دې پوره کړي هغه چې پاتي وي په دوی باندې د حج د طرېقو نه، او ځان دې حلال کړي په کلولو (ښرېلو) د سرونو خپلو او په کمولو د نوکانو د دوی، او په لرې کولو د هغو خېرو چې د احرام په وجې په دوی جمعه شوي وي، او پوره والی دې وکړي په هغه څه چې دوی په خپل ځان باندې واجب کړي د حج او عمرې او قربانیانو نه، او طواف دې وکړي طواف افاضة د بیت الله شریف نه هغه چې الله تعالی ازاد کړی د تسلط د ظالمانو نه په هغه باندې. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 22

ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ حُرُمٰتِ اللّٰهِ فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— وَاُحِلَّتْ لَكُمُ الْاَنْعَامُ اِلَّا مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْاَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوْا قَوْلَ الزُّوْرِ ۟ۙ

دغه حکمونه چې تاسې ته پرې امر شوی -د ځان حلالولو نه په ښرېلو (کلولو) د سر او په کمولو د نوکانو او په لرې کولو د ګندګۍ، او په وفا کولو په خپلو نذرونو او په طواف کولو سره په بیت الله شریف باندې- دا هغه څه دي چې الله تعالی په تاسې واجب کړي، نو تاسې احترام وکړئ د هغه څه چې په تاسې ئې واجب کړي، او څوک چې ځان وساتي د هغه څه نه چې الله تعالی ورته د هغه نه د ځان ساتلو امر کړي وي د احرام په وخت کې؛ د وجې د احترام کولو د هغه د الله تعالی پولو لره د دې ویرې نه چې هسې نه چې پکې واقع نه شي، او د هغه د محرماتو نه هسې نه چې هغه حلال وګڼي نو دا غوره دی ده لره په دنیا او اخرت کې په نیزد د خپل رب جل جلاله، او حلال شوي تاسې لره -ای خلکو- څاروي لکه اوښان او غواګانې او ګډې بزې، نو نه دي حرام شوي په تاسې باندې د دوی نه حام او نه بحېره او نه وصېله، او نه دي حرام د دې نه مګر هغه چې تاسې ئې بیامومئ په قرآن کريم کې د حراموالي د مرادارې او وینې بهېدونکې او نورو نه، نو ځان وساتئ د ګندګۍ نه چې هغه بوتان دي، او ځان وساتئ د هرې یوې وینا نه چې هغه باطله وي دروغ وي په الله تعالی او یا د هغه په مخلوقاتو باندې. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• حرمة البيت الحرام تقتضي الاحتياط من المعاصي فيه أكثر من غيره.
د بیت الله شریف عظمت او حرمت دا غوښتنه کوي چې د نورو ځایونو په پرتله دې په دې کې د ګناه څخه ډیر ځان وژغورل شي. info

• بيت الله الحرام مهوى أفئدة المؤمنين في كل زمان ومكان.
بيت الله الحرام په هر وخت او ځای کې د مؤمنانو د زړونو غوښتنځی دی. info

• منافع الحج عائدة إلى الناس سواء الدنيوية أو الأخروية.
د حج فاېدي خلکو ته راګرځي برابره خبره ده که دنیوي وي او که اخروي. info

• شكر النعم يقتضي العطف على الضعفاء.
د نعمتونو شکر ادا کول په کمزورو خلکو باندې د مهربانۍ کولو تقاضا کوي. info