《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

页码:close

external-link copy
73 : 16

وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ شَیْـًٔا وَّلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۚ

او دا مشرکان بندګي کوي پرته له الله تعالی نه د بتانو، چې دوی طاقت نه لري چې دوی ته روزي ورکړي د هیڅ شي څخه نه د آسمانونو او نه د ځمکې نه، او نه د دوی څخه دا کیدلی شي چې د دې مالکان دي شي؛ ځکه چې دوی جمادات دي چې نه پکې سا شته او نه علم. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 16

فَلَا تَضْرِبُوْا لِلّٰهِ الْاَمْثَالَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

نو تاسې مه جوړوئ -ای خلکو- الله تعالی لره مثالونه د دې بتانو نه چې نه چا ته فایده رسولی شي او نه د چا څخه ضرر دفع کولی شي، نو نشته الله تعالی لره هم مثل تر دې چې تاسې يې ورسره په عبادت کې شریک کړئ، یقینا الله تعالی پوهیږي په هغه چې هغه لره کوم د عزت او کمال صفتونه دي، او تاسې په دې نه پوهیږئ، نو ځکه تاسې د هغه سره په شرک کولو کې اخته کیږئ، او د هغه سره ستاسې د بتانو په یوشان والي کې. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 16

ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوْكًا لَّا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّمَنْ رَّزَقْنٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ یُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَّجَهْرًا ؕ— هَلْ یَسْتَوٗنَ ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

بیان کړی الله پاک مثال لپاره د رد کولو په مشرکینو باندې: یو بنده چې غلام (مرېی) هم وي او د واک نه هم عاجز وي، هغه سره څه نه وي چې خرچ يې کړي، او بل بنده چې ازاد وي مونږ ورله د خپل فضل نه حلال مال هم ورکړی وي، چې څرنګه يې خوښه وي همغه شان واک پکې کوي، نو هغه د دې مال نه خرچ کوي په پټه او ښکاره څرنګه چې وغواړي، نو دا دواړه کسان ندي برابر، نو څرنګه تاسې برابروالی راولئ د الله تعالی -چې څښتن او واکدار دی په خپله بادشاهئ کې څرنګه چې وغواړي- او ستاسې د عاجزو بتانو ترمنځ؟! ټول ثنا او صفتونه خاص الله تعالی لره دي چې د ثنا مستحق دی، بلکې اکثر د مشرکینو نه د الله تعالی په عبادت سره یواځې والي باندې نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 16

وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلَیْنِ اَحَدُهُمَاۤ اَبْكَمُ لَا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّهُوَ كَلٌّ عَلٰی مَوْلٰىهُ ۙ— اَیْنَمَا یُوَجِّهْهُّ لَا یَاْتِ بِخَیْرٍ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیْ هُوَ ۙ— وَمَنْ یَّاْمُرُ بِالْعَدْلِ ۙ— وَهُوَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟۠

او بیان کړی الله تعالی بل مثال په مشرکینو باندې د رد لپاره چې هغه د دوه کسانو مثال دی: یو د هغوی نه چاړا دی چې هیڅ نه اوري او نه خبرې کولی شي او نه په څه پوهیږي؛ د هغه د کوڼوالي او ګونګوالي د وجې نه، ځان ته هم فایده نشي رسولی او بل چا ته هم فایده نشي رسولی، او هغه دروند بوج وي په خپل مالک باندې، څوک چې د دې پاملرنه کوي، چې کوم طرف ته يې ولیږي هیڅ خیر نه راوړي، او خپل مقصد ته هم نشي رسیدلی، آیا برابر دی هغه څوک چې د ایې حال وي د هغه چا سره چې هغه برابر وي اوریدل او خبرې هم کولی شي، بل چا ته یې خیر هم رسیږي، نو هغه خلکو ته امر کوي په عدل سره، او په خپل هم برابر وي، نو په سمه لاره روان وي چې هیڅ شک او کوږوالی پکې نه وي؟! نو څرنګه تاسې برابروالی راولئ -ای مشرکینو- د الله تعالی تر منځ چې د عزت او کمال صفتونه لري او ستاسې د بتانو تر منځ چې نه څه اوریدل کولی شي او نه څه ویلی شي، او نه چا ته خیر رسولی شي، او نه د چا څخه ضرر لری کولی شي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 16

وَلِلّٰهِ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَاۤ اَمْرُ السَّاعَةِ اِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ اَوْ هُوَ اَقْرَبُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

او یواځې الله تعالی لره علم د هغه څه چې پټ دي په اسمانونو کې، او علم د هغه څه چې پټ دي په ځمکه کې، نو هغه یواځې خاص دی د دې په علم باندې پرته له نورو د هغه د مخلوقاتو څخه، او ندی حال د قیامت هغه چې د خاصو پټو علمونو نه دی په تلوار سره راتللو کې کله چې يې وغواړي مګر په شان د بندولو د بڼو د سترګو او د خلاصولو د هغې، بلکې د دې نه هم ډیر نږدې، یقینا الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شي يې نشي عاجز کولی، کله چې د څه اراده وکړي نو ورته ووایي: شه! نو وشي (پیداشي). info
التفاسير:

external-link copy
78 : 16

وَاللّٰهُ اَخْرَجَكُمْ مِّنْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۙ— وَّجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ۙ— لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او الله تعالی تاسې راویستلي یاست -ای خلکو- ستاسې د میندو د خیټو نه وروسته د ختمیدلو د مودې د حمل نه ماشومان چې په هیڅ هم نه پوهیدلئ، او تاسې لره يې غوږونه پیدا کړي چې شیان پرې واورئ، او سترګي د دې لپاره چې شیان پرې ووینئ، او زړونه يې درله پیداکړي د دې لپاره چې پوهه پرې حاصله کړئ؛ امید دی چې تاسې به د هغه شکر ادا کړې د هغو نعمتونو په وجه چې په تاسې يې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 16

اَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ مُسَخَّرٰتٍ فِیْ جَوِّ السَّمَآءِ ؕ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

آیا دا مشرکان نه ګوري مرغانو ته چې تابع کړی شوي او تیار کړی شوي د الوتلو لپاره په هوا کې د هغو وزرونو او نرمې هوا په وجه چې الله تعالی دوی ته ورکړي، او الله تعالی دوی ته ښودنه کړې د راټولولو د خپلو وزرونو او د هغې د غوړولو، نه ټینګوي دوی لره په هوا کې د راغورځيدلو نه مګر یواځې الله تعالی قادر ذات، یقینا خامخا په دې تابع کیدلو او راټینګولو کې د راغورځیدلو نه دلیلونه دي د عبرت د هغه قوم لپاره چې په الله تعالی ایمان لري؛ ځکه چې هم دوی هغه کسان دي چې په دلیلونو او عبرتونو فایده اخلي. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• لله تعالى الحكمة البالغة في قسمة الأرزاق بين العباد، إذ جعل منهم الغني والفقير والمتوسط؛ ليتكامل الكون، ويتعايش الناس، ويخدم بعضهم بعضًا.
د الله تعالی ډیر لوی حکمتونه دي د بندګانو تر منځ د رزق په تقسیم کې، ځکه يې د هغوی نه مالداران او غریبان او درمیانه درجې والا خلک جوړکړي؛ د دې لپاره چې دنیا پوره شي، او خلک زندګي وکړي، او بعضې د بعضو نورو خدمت وکړي. info

• دَلَّ المثلان في الآيات على ضلالة المشركين وبطلان عبادة الأصنام؛ لأن شأن الإله المعبود أن يكون مالكًا قادرًا على التصرف في الأشياء، وعلى نفع غيره ممن يعبدونه، وعلى الأمر بالخير والعدل.
دا واړه مثالونه چې په آیتونو کې دي دلالت کوي د مشرکینو په ګمراهۍ او د بوتانو د عبادت په بطلان باندې؛ ځکه چې په حقه سره معبود خو داسې وي چې مالک وي او قادر وي په واک او تصرف کولو کې په هر شي باندې او بل لره په فایده ورکولو د هغو څخه چې عبادت یې کوي، او په امر کولو سره په خیر او انصاف سره. info

• من نعمه تعالى ومن مظاهر قدرته خلق الناس من بطون أمهاتهم لا علم لهم بشيء، ثم تزويدهم بوسائل المعرفة والعلم، وهي السمع والأبصار والأفئدة، فبها يعلمون ويدركون.
د الله تعالی د نعمتونو او د هغه د قدرت د نښو څخه د خلکو پیدایښت دی د هغوی دمیندو د خیټو نه په داسې حال کې چې په هیڅ باندې هم نه پوهیدل، بیا د هغوی زیاتي کول د پيژندنې او پوهي په وسایلو باندې، چې هغه غوږونه او سترګي او زړونه دي، نو په دوی سره هغوی پوهیږي او شیان پرې معلومولی شي. info