《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

external-link copy
46 : 11

قَالَ یٰنُوْحُ اِنَّهٗ لَیْسَ مِنْ اَهْلِكَ ۚ— اِنَّهٗ عَمَلٌ غَیْرُ صَالِحٍ ۗ— فَلَا تَسْـَٔلْنِ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— اِنِّیْۤ اَعِظُكَ اَنْ تَكُوْنَ مِنَ الْجٰهِلِیْنَ ۟

الله نوح عليه السلام ته وويل: بېشکه ستا هغه زوی چې ته يې ژغورنه غواړې ستا له هغې کورنۍ څخه ندی چې ما يې د ژغورنې ژمنه درسره کړې ده، ځکه هغه کافر دی، ستا غوښتنه ای نوحه! ستا لخوا مناسب کار ندی او د هغه چا لپاره نه ښايي چې ستا په مرتبه کې وي، هغه څه را څخه مه غواړه چې تا لره پرې پوهه نه وي، زه دې وېروم له دې څخه چې ته د ناپوهانو له ډلې څخه شې؛ نو هغه څه راڅخه مه غواړه چې زما د پوهې او حکمت خلاف وي. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• لا يملك الأنبياء الشفاعة لمن كفر بالله حتى لو كانوا أبناءهم.
انبياء د هغه چا د سپارښت واک نلري چې پر الله يې کفر کړی وي که څه هم زامن يې وي. info

• عفة الداعية وتنزهه عما في أيدي الناس أقرب للقبول منه.
د بلونکي له هغه څه څخه ځان ساتل او لرې کېدل چې له خلکو سره دي د هغه وينا زياته د منلو وړ ګرځوي. info

• فضل الاستغفار والتوبة، وأنهما سبب إنزال المطر وزيادة الذرية والأموال.
د استغفار او توبې فضيلت، چې هغه دواړه د باران ورېدو او په اولادونو او شتمنيو کې د زياتوالي لامل کيږي. info