Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ni Abu Zakaria

Numero ng Pahina:close

external-link copy
114 : 4

لَا خَیْرَ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنْ نَّجْوٰىهُمْ اِلَّا مَنْ اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَوْ مَعْرُوْفٍ اَوْ اِصْلَاحٍ بَیْنَ النَّاسِ ؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟

4-114 هېڅ خیر نشته د هغوى په ډېرو پټو مشورو كې مګر هغه څوك چې حكم وكړي د صدقې كولو، یا د نېكۍ كولو، یا د خلقو په مینځ كې د اصلاح (روغې) كولو، او هر څوك چې دغه كارونه د الله د رضا لټولو لپاره وكړي، نو ژر ده چې هغه ته به مونږ ډېر لوى اجر وركړو info
التفاسير:

external-link copy
115 : 4

وَمَنْ یُّشَاقِقِ الرَّسُوْلَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُ الْهُدٰی وَیَتَّبِعْ غَیْرَ سَبِیْلِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوَلِّهٖ مَا تَوَلّٰی وَنُصْلِهٖ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟۠

4-115 او هغه څوك چې له رسول سره مخالفت وكړي، وروسته له دې نه چې هغه ته نېغه لار ښه څرګنده شوه، او د مومنانو له لارې نه غیر د بلې (لارې) تابع شي (، نو) مونږ به دغه (كس) هغه څه ته وروګرځوو چې دى ورته ورګرځېدلى دى او جهنم ته به يې داخل كړو او هغه د ورتلو بد ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
116 : 4

اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَیَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟

4-116 بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره شریك ونیول شي او بخښي هغه (ګناهونه) چې له دې (شرك) نه كم دي، د چا لپاره چې يې وغواړي، او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره info
التفاسير:

external-link copy
117 : 4

اِنْ یَّدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلَّاۤ اِنٰثًا ۚ— وَاِنْ یَّدْعُوْنَ اِلَّا شَیْطٰنًا مَّرِیْدًا ۟ۙ

4-117 دوى له هغه (الله) نه غیر نه بلي مګر ښځې (ښځنومي بتان) او دوى نه بلي مګر سركښه شیطان info
التفاسير:

external-link copy
118 : 4

لَّعَنَهُ اللّٰهُ ۘ— وَقَالَ لَاَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِیْبًا مَّفْرُوْضًا ۟ۙ

4-118 الله پر هغه لعنت كړى دى او هغه (شیطان) وویل: زه به خامخا لازمًا ستا په بنده ګانو كې یوه مقرره برخه راګېروم info
التفاسير:

external-link copy
119 : 4

وَّلَاُضِلَّنَّهُمْ وَلَاُمَنِّیَنَّهُمْ وَلَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُبَتِّكُنَّ اٰذَانَ الْاَنْعَامِ وَلَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُغَیِّرُنَّ خَلْقَ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّتَّخِذِ الشَّیْطٰنَ وَلِیًّا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِیْنًا ۟ؕ

4-119 او زه به خامخا لازمًا هغوى ګمراه كوم او زه به هغوى خامخا لازمًا په ارزوګانو كې اچوم او زه به هغوى ته خامخا لازمًا حكم كوم، بیا به يقيناً هغوى د څارویو غوږونه څیروي او زه به ضرور هغوى ته حكم كوم، نو هغوى به ارومرو د الله په تخلیق كې تغییر (بدلون) راولي او چا چې له الله نه غیر شیطان دوست ونیوه، نو یقینًا هغه تاواني شو، ښكاره تاواني كېدل info
التفاسير:

external-link copy
120 : 4

یَعِدُهُمْ وَیُمَنِّیْهِمْ ؕ— وَمَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا ۟

4-120 هغه (شیطان) دوى ته وعدې وركوي او په ارزوګانو كې يې اچوي او شیطان دوى ته وعدې نه وركوي مګر د دوكې (او چل ول) info
التفاسير:

external-link copy
121 : 4

اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؗ— وَلَا یَجِدُوْنَ عَنْهَا مَحِیْصًا ۟

4-121 دغه خلق دي چې د دوى استوګنه جهنم دى او دوى به له هغه نه هېڅ خلاصى ونه مومي info
التفاسير: