Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ni Abu Zakaria

external-link copy
153 : 3

اِذْ تُصْعِدُوْنَ وَلَا تَلْوٗنَ عَلٰۤی اَحَدٍ وَّالرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ فِیْۤ اُخْرٰىكُمْ فَاَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِّكَیْلَا تَحْزَنُوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَاۤ اَصَابَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

3-153 كله چې تاسو په بره په منډه روان وئ او تاسو هیچا ته مخ هم نه را اړولو او رسول ستاسو شا ته تاسو ته اوازونه كول، نو (د دې) په بدل كې يې تاسو ته غم له پاسه غم دركړ، د دې لپاره چې تاسو غمژن نشئ په هغه شي چې له تاسو نه پاتې شو او نه په هغه شي چې تاسو ته درورسېده، او الله ستاسو په عملونو ښه خبردار دى info
التفاسير: