Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz

Numero ng Pahina:close

external-link copy
17 : 79

اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ؗۖ

فرعون ته ولاړ شه هغه سرغړولی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 79

فَقُلْ هَلْ لَّكَ اِلٰۤی اَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ

ورته ووایه چې د ځان له پاکولو سره مینه لرې؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 79

وَاَهْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی ۟ۚ

زه به تاته ستا د رب په لور لار دروښایم چې وډارشې[۲]. info

[۲] ـ او سرغړونه ونه کړې.(تفسیر البیضاوی)

التفاسير:

external-link copy
20 : 79

فَاَرٰىهُ الْاٰیَةَ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ

فرعون ته یې لویه نښه وښووله. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 79

فَكَذَّبَ وَعَصٰی ۟ؗۖ

خو هغه درواغجن وګاڼه او انکار یې وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 79

ثُمَّ اَدْبَرَ یَسْعٰی ۟ؗۖ

شاه یې واړوله او په فساد کې یې هڅې کړندی کړې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 79

فَحَشَرَ ۫— فَنَادٰی ۟ؗۖ

خلک یې راټول او په لوړ غږ یې وویل. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 79

فَقَالَ اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰی ۟ؗۖ

خلکو!زه ستاسې تر ټولو لوی رب یم. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 79

فَاَخَذَهُ اللّٰهُ نَكَالَ الْاٰخِرَةِ وَالْاُوْلٰی ۟ؕ

الله جل جلاله د اخرت په عذاب اخته او هم یي د دنیا په عذاب ککړ او غرق یې کړ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 79

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ؕ۠

دا پيښه دهغو لپاره چې ډار ورسره وي ډیر لوی پند او عبرت دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 79

ءَاَنْتُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمِ السَّمَآءُ ؕ— بَنٰىهَا ۟۫

ایا ستاسې بیرته پيدا کول ډیر ګران دي که د اسمان پیدایښت چې کړی یې دی. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 79

رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوّٰىهَا ۟ۙ

اسمان یي صاف روغ جوړ او پروته کړ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 79

وَاَغْطَشَ لَیْلَهَا وَاَخْرَجَ ضُحٰىهَا ۪۟

شپه یې تیاره او ورځ یې روښانه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 79

وَالْاَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَا ۟ؕ

او ځمکه یې وروسته له دې هواره کړه. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 79

اَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعٰىهَا ۪۟

اوبه او ورشویې ترې راوښکله. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 79

وَالْجِبَالَ اَرْسٰىهَا ۟ۙ

غزونه یې کلک او محکم کړل. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 79

مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ

ستاسې او ستاسې د څارویو د ګټې لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 79

فَاِذَا جَآءَتِ الطَّآمَّةُ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ

نو کله چې لوی مصیبت او ستره پیښه مینځ ته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 79

یَوْمَ یَتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ مَا سَعٰی ۟ۙ

دا هغه ورځ ده چې انسان به خپلې پخوانۍ کړنې رایادې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 79

وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِمَنْ یَّرٰی ۟

دوزخ به ټولو لیدونکو ته وښوول شي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 79

فَاَمَّا مَنْ طَغٰی ۟ۙ

او چا چې سرغړونه کړې وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 79

وَاٰثَرَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۙ

او د دنیا ژوندی یې په هر څه غوره ګڼلی وي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 79

فَاِنَّ الْجَحِیْمَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ

نو دوزخ یې د ورتګ ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 79

وَاَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَنَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰی ۟ۙ

او څوک چې د خپل رب له مخامخ کیدلو څخه ډار شوی او ځان یې له بدو او ناکاروهیلو څخه ژغورلی وي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 79

فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ

نو جنت یې د ورتګ ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 79

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ۟ؕ

کافران له تا څخه پوښتنه کوي چې قیامت به کله پیښیږي.؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 79

فِیْمَ اَنْتَ مِنْ ذِكْرٰىهَا ۟ؕ

ستا یې له دې سره څه چې د نیټې یادونه يي وکړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 79

اِلٰی رَبِّكَ مُنْتَهٰىهَا ۟ؕ

د نیټې او وخت بشپړ معلومات یې ستا له رب سره دی. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 79

اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَّخْشٰىهَا ۟ؕ

ستا دنده یوازې داده چې ډاریدونکی ترې ښه وډاروي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 79

كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَهَا لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا عَشِیَّةً اَوْ ضُحٰىهَا ۟۠

په کومه ورځ چې قیامت وویني داسې به وي لکه چې په دنیا کې یي یوازې یو ماښام تیر کړی وي او یا سهار. info
التفاسير: