Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz

Numero ng Pahina:close

external-link copy
51 : 56

ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَ ۟ۙ

بیا به تاسې ای لار ورکو درواغجنو! info
التفاسير:

external-link copy
52 : 56

لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍ ۟ۙ

خامخا به د زقوم له ونې څخه خوراک کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 56

فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ۚ

او خیټې به مو ترې ډکوئ. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 56

فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِ ۟ۚ

او د پاسه به پرې ګرمې خوټیدونکې اوبه څښئ. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 56

فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِ ۟ؕ

په شان د څښلو د جل وهلي اوښ[۲۱] info

[۲۱] ـ هیم هغه جل وهلي اوښ ته وایې چې په هیڅ یې تنده نه ماتیږي او بله معنې یې شوې ده.لکه څښل د شګو چې هر څومره اوبه پکې واچوې درک یې نه ښکاري.(الماوردی).

التفاسير:

external-link copy
56 : 56

هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

دا يې د حساب د ورځې میلمستیا ده. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 56

نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُوْنَ ۟

یوازې مونږ تاسې پیدا کړي یې نو بیا ولې زمونږ خبره نه منئ. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَ ۟ؕ

ستاسې دغورزولې نطفې په هکله مې پوه کړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
59 : 56

ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ ۟

ایا تاسې ترې کوچنی پیدا کوئ او که پیدا کوونکي مونږ یو؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 56

نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟ۙ

مونږ ستاسې په مینځ کې مرګ اندازه کړی او مونږ بې وسه کیدای نشو. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 56

عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

چې ستاسې پر ځای نور خلک راولو او تاسې په هغه شکل پورته کړو چې تاسې پرې نه پوهیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 56

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

تاسې ته خو لومړنی پیدایښت ښه څرګند شوی دی.نو ولې پند نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَ ۟ؕ

په دې مې پوه کړئ چې کوم څه تاسې کرئ. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 56

ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ ۟

ایا تاسې یې رازرغونوئ؟که مونږ یې زرغونوونکي یو؟ info
التفاسير:

external-link copy
65 : 56

لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ ۟

که مونږ وغواړو نو ستاسې کښت به وچ یې ګټې واښه وګرځوو.بیا به نو تاسې هک پک پاتې یې. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 56

اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَ ۟ۙ

او وايي به چې مونږ له تاوان سره مخ شو. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 56

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

بلکې له هر څه څخه بې برخې. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَ ۟ؕ

او د هغو اوبو په هکله هم معلومات راکړئ چې تاسې یې څښئ. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ ۟

ایا تاسې له وریځو نه راښکته کړی دي؟که راښکته کوونکي مونږ یو؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 56

لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُوْنَ ۟

که مونږ وغواړو نو تروې مالګینې به یې وګرځوو.نو تاسې ولې شکر نه باسئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
71 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَ ۟ؕ

او د هغه اور په هکله هم معلومات راکړئ چې تاسې یې بلوئ. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ ۟

ایا تاسې یې ونه پيدا کړې ده؟که پیدا کوونکي یې مونږ یو؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 56

نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّمَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَ ۟ۚ

مونږ اور ستاسې لپاره یو پند او د ټولو اړو خلکو لپاره ګټه او څوری ګرځولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟

نو د خپل رب چې له هر څه لوی دی د پاک نامه ستاینه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 56

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِ ۟ۙ

نو نه .... زما دې د ستورو پر ځایونو قسم وي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 56

وَاِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌ ۟ۙ

که تاسې پوهیږئ،نو دا خورا لوی قسم دی. info
التفاسير: