Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz

external-link copy
33 : 5

اِنَّمَا جَزٰٓؤُا الَّذِیْنَ یُحَارِبُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَیَسْعَوْنَ فِی الْاَرْضِ فَسَادًا اَنْ یُّقَتَّلُوْۤا اَوْ یُصَلَّبُوْۤا اَوْ تُقَطَّعَ اَیْدِیْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ مِّنْ خِلَافٍ اَوْ یُنْفَوْا مِنَ الْاَرْضِ ؕ— ذٰلِكَ لَهُمْ خِزْیٌ فِی الدُّنْیَا وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ

خبره همدا ده: د هغو کسانو چې له الله او رسول سره یې جنګ کوي او په ځمکه کې د فساد او ګډوډۍ لپاره هلې ځلې کوي جزاء همدا ده چې وژلی به شي یا به په دار ځړول کیږي، یا به یې لاس او پښه ادل بدل پرې کیږي، او یا به له ځمکې څخه شړل کیږي، دا یې د دنیا رسوايې ده او په اخرت کې د دوی لپاره ډیر لوی عذاب دی. info
التفاسير: