Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto - Sarfaraz

Numero ng Pahina:close

external-link copy
98 : 18

قَالَ هٰذَا رَحْمَةٌ مِّنْ رَّبِّیْ ۚ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّیْ جَعَلَهٗ دَكَّآءَ ۚ— وَكَانَ وَعْدُ رَبِّیْ حَقًّا ۟ؕ

ذوالقرنین وویل:دا زما د رب مهرباني ده.او کله چې زما د رب وعده راغله نو دیوال به اوار کړي هو!زما د رب وعده حقه ده. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 18

وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ یَّمُوْجُ فِیْ بَعْضٍ وَّنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَجَمَعْنٰهُمْ جَمْعًا ۟ۙ

په هغه ورځ به مونږ پریږدو چې خلک د سمندر د څپو په شان یو له بل سره موجونه ووهي.شپیلۍ به پو او ټول به یوه ځای ته را ټول کړو. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 18

وَّعَرَضْنَا جَهَنَّمَ یَوْمَىِٕذٍ لِّلْكٰفِرِیْنَ عَرْضَا ۟ۙ

او په همدې ورځ به کافرانو ته جهنم په ډاګیز ډول ور وړاندې کړو. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 18

١لَّذِیْنَ كَانَتْ اَعْیُنُهُمْ فِیْ غِطَآءٍ عَنْ ذِكْرِیْ وَكَانُوْا لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَمْعًا ۟۠

هغو کافرانو ته چې زما له ذکر نه یي سترګې په پرده او د هیڅ شي اوریدلو ته تیار نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 18

اَفَحَسِبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ یَّتَّخِذُوْا عِبَادِیْ مِنْ دُوْنِیْۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ نُزُلًا ۟

ایا کافران ګومان کوي چې زما بنده ګان به له ما پرته دوستان او کار جوړوونکي ونیسي(دا به ئې په ګټه وي؟نه:ځکه چې)مونږ د کافرانو لپاره د جهنم میلمستیا تیاره کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 18

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْاَخْسَرِیْنَ اَعْمَالًا ۟ؕ

ای محمده!ووایه چې هغه څوک در په ګوته کړو چې ټولې کړنې یې زیانمنې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
104 : 18

اَلَّذِیْنَ ضَلَّ سَعْیُهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَهُمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ یُحْسِنُوْنَ صُنْعًا ۟

هغه خلک دي چې د دنیوي ژوند ټولې هلې ځلې یې بابیزه او بیا هم ګومان کوي چې په ښو کړنو اخته دي. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 18

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ وَلِقَآىِٕهٖ فَحَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِیْمُ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَزْنًا ۟

دا همغه کسان دي چې د الله په ایتونو کافر او د هغه له ملاقات نه منکر دي.نو ټولې کړنې یې بابیزه او مونږ به د قیامت په ورځ هیڅ ارزښت ور نه کړو.[۲] info

[۲] لله معنا ئې ده د قیامت په ورځ د هغوی د عملونو د تللو لپاره تله نه ودروو.یعنې عملونه به ئې نه تلل کیږي ځکه چې نیک عملونه به هیڅ پکې نه وي (ابن جریر الطبری)

التفاسير:

external-link copy
106 : 18

ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوْا وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَرُسُلِیْ هُزُوًا ۟

همدا جهنم یې جزا ده.ځکه چې زما په ایتونو کافران او زما په رسولانو یې ملنډې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 18

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنّٰتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا ۟ۙ

او کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي نو د هغوی میلمستون به د فردوس جنتونه وي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 18

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا لَا یَبْغُوْنَ عَنْهَا حِوَلًا ۟

تل تر تله به هملته وي او هیڅ وخت به یې زړه ونه غواړی چې بل خوا ولاړ شي. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 18

قُلْ لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمٰتِ رَبِّیْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ كَلِمٰتُ رَبِّیْ وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا ۟

ای محمده!ووایه که ټول بحرونه رنګ شي چې زما د رب خبرې پرې ولیکل شي.نو بحرونه به پځوا لدې چې زما د رب د خبرو لیکل خلاص شي وچ شي.هو!که څه هم همدومره نور بحرونه او سیندونه ور زیات هم شي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 18

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَمَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ رَبِّهٖ فَلْیَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَّلَا یُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهٖۤ اَحَدًا ۟۠

او ای محمده!ووایه چې زه ستاسې په څير یو انسان یم ماته وحې کیږي چې ستاسې معبود یوازې یو الله دی نو که څوک د خپل رب دلیدنې هیله من وي نو باید چې نیک کارونه وکړي او د خپل رب په عبادت کې هیڅوک شریک نه کړي. info
التفاسير: