Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin

بینه

external-link copy
1 : 98

لَمْ یَكُنِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَالْمُشْرِكِیْنَ مُنْفَكِّیْنَ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ۙ

له اهل کتاب او مشرکانو څخه چې چا کفر کړی و، هغوی (له خپله کفره) نه وو بېلېدونکي ترڅو چې يو ښکاره دليل ورته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 98

رَسُوْلٌ مِّنَ اللّٰهِ یَتْلُوْا صُحُفًا مُّطَهَّرَةً ۟ۙ

یعني د الله له لوري يو رسول چې پاکې صحيفې تلاوت کوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 98

فِیْهَا كُتُبٌ قَیِّمَةٌ ۟ؕ

چې په هغو کې ښې سمې ليکنې وي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 98

وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ؕ

او چاته چې کتاب ورکړل شوی و، هغوی سره بېل نه شول، مګر وروسته تر هغه چې څرګند دليل ورته راغی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 98

وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۙ۬— حُنَفَآءَ وَیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوا الزَّكٰوةَ وَذٰلِكَ دِیْنُ الْقَیِّمَةِ ۟ؕ

او هغوی ته (هم) بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې الله ولمانځي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم سهي دين دی. info
التفاسير: