Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin

Numero ng Pahina:close

external-link copy
13 : 67

وَاَسِرُّوْا قَوْلَكُمْ اَوِ اجْهَرُوْا بِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

تاسې كه پټې خبرې كوئ يايې ښكاره کوئ، هغه آن د زړونو په رازونو خبر دى. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 67

اَلَا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ ؕ— وَهُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ ۟۠

آيا هغه (به) نه پوهيږي چې (هر څه يې) پيدا كړي دي؟ حال دا چې هغه په باريكيو پوه او ښه خبردار دى. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 67

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ ذَلُوْلًا فَامْشُوْا فِیْ مَنَاكِبِهَا وَكُلُوْا مِنْ رِّزْقِهٖ ؕ— وَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ ۟

همغه ذات دى چې تاسې ته يې ځمكه اېل كړې، تاسې يې په څنډو (يا لارو) كې ګرځئ او د هغه روزي خورئ او همغه ته مو بيا ژوندي راپورته كېدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 67

ءَاَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمُ الْاَرْضَ فَاِذَا هِیَ تَمُوْرُ ۟ۙ

آيا له هغه ذاته بې غمه ياست چې په آسمان كې دى، چې په ځمكه مو ښخ كړي او يو دم هغه (ځمكه) سره خوځيږي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 67

اَمْ اَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یُّرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ؕ— فَسَتَعْلَمُوْنَ كَیْفَ نَذِیْرِ ۟

آيا په امن یاست (نه ویریږئ) له هغه ذات نه چې په آسمان كې دى چې را وبه لیږي پر تاسې كاڼي، نو پوه به شئ چې څنګه دي ویرول زما. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 67

وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟

او له هغوى مخكې چې كوم خلك وو، هغوى هم (رسولان) درواغجن ګڼلي و، نو بيا زما عذاب (يا نيول) څنګه و؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 67

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ فَوْقَهُمْ صٰٓفّٰتٍ وَّیَقْبِضْنَ ؕۘؔ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا الرَّحْمٰنُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ بَصِیْرٌ ۟

آيا هغوى خپل له پاسه مرغان وزرونه غوړوونكي او راټولوونكي نه دي كتلي؟ له رحمانه پرته يې بل څوك (په هوا كې) نه نيسي، بېشكه همغه د هر څه ښه ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 67

اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ جُنْدٌ لَّكُمْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ ؕ— اِنِ الْكٰفِرُوْنَ اِلَّا فِیْ غُرُوْرٍ ۟ۚ

يا دا څوك دى چې هغه تاسي لپاره لښكر وي او د رحمان پر وړاندې مو مرسته وكړي؟ كافران يوازې په دوکه کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 67

اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ یَرْزُقُكُمْ اِنْ اَمْسَكَ رِزْقَهٗ ۚ— بَلْ لَّجُّوْا فِیْ عُتُوٍّ وَّنُفُوْرٍ ۟

يا دا څوك دى چې تاسي ته روزي دركړي كه چېرې هغه (الله) خپله روزي بنده كړي؟ په اصل كې هغوى په سرغړاوي او کرکه كې خښ ننوتي دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 67

اَفَمَنْ یَّمْشِیْ مُكِبًّا عَلٰی وَجْهِهٖۤ اَهْدٰۤی اَمَّنْ یَّمْشِیْ سَوِیًّا عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

آيا څوك چې پړمخې روان وي ښه لارموندونكى دى يا څوک چې سم برابر په نېغه لاره ځي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 67

قُلْ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

ته ووايه هغه داسې ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست او تاسو لره یې غوږونه او سترګې او زړونه جوړ کړي دي، ډېر لږ شکر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 67

قُلْ هُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

ورته ووايه: همغه (الله) دى چې تاسي يې پر ځمكه كې خپاره كړئ او د همغه لور ته به ورغونډ كړى شئ. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 67

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او هغوى وايي: دا ژمنه به كله وي؟ كه تاسي رېښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 67

قُلْ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ۪— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

ووايه: دا علم خو يوازې له الله سره دى او زه خو ايله يو څرګند وېروونكى يم. info
التفاسير: