Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin

Numero ng Pahina:close

external-link copy
155 : 4

فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِّیْثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِمْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَقَتْلِهِمُ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ وَّقَوْلِهِمْ قُلُوْبُنَا غُلْفٌ ؕ— بَلْ طَبَعَ اللّٰهُ عَلَیْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۪۟

نو د دوی د لوز ماتولو، د الله له آيتونو منكرېدلو او د (يو شمېر) رسولانو په نا حقه وژلو او د هغى وينا له امله يې چې ويل به يې زموږ زړونه په پردو كې دي چې په حقيقت كې د هغوى د كفر په وجه الله مهر پرې لګولى و (نو دا دى اوس) ډېر لږ ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
156 : 4

وَّبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلٰی مَرْیَمَ بُهْتَانًا عَظِیْمًا ۟ۙ

او د كفر له امله يې او پر مريمې د لوى بهتان ويلو له امله يې. info
التفاسير:

external-link copy
157 : 4

وَّقَوْلِهِمْ اِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِیْحَ عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ رَسُوْلَ اللّٰهِ ۚ— وَمَا قَتَلُوْهُ وَمَا صَلَبُوْهُ وَلٰكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ ؕ— مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ اِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ— وَمَا قَتَلُوْهُ یَقِیْنًا ۟ۙ

او دا خبره يې چې موږ د الله رسول مسيح عيسى د مريمې زوى وژلى دى حال دا چې نه يې وژلى او نه يې په سولۍ كړى و، بلكې ورته مشابه كړى شو (بل كس د عيسى په رنګ کې) او بې شكه هغوى چې د ده په هكله شخړه كوي، خامخا په دې اړه په شك كې دي، له ګومانه پرته د دوى څه علم پرې نشته او يقيني خو يې نه دى وژلى. info
التفاسير:

external-link copy
158 : 4

بَلْ رَّفَعَهُ اللّٰهُ اِلَیْهِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟

بلكې الله هغه خپل لوري ته اوچت كړ، او الله ډېر زورور او د حكمت څښتن دى. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 4

وَاِنْ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اِلَّا لَیُؤْمِنَنَّ بِهٖ قَبْلَ مَوْتِهٖ ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكُوْنُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًا ۟ۚ

او له اهل كتابو نه به هېڅوك داسې نه وي چې له مرګه مخكې يې پر هغه ايمان رانه وړي او د قيامت په ورځ به هغه ورباندې شاهد وي. info
التفاسير:

external-link copy
160 : 4

فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا عَلَیْهِمْ طَیِّبٰتٍ اُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَثِیْرًا ۟ۙ

نو د يهودو د همدې ظلم (او زياتي) په اساس او په دې چې د الله له لارې ډېر ايسارول كوي، زياتره هغه پاكيزه شيان مو پرې حرام كړل چې ورته حلال وو. info
التفاسير:

external-link copy
161 : 4

وَّاَخْذِهِمُ الرِّبٰوا وَقَدْ نُهُوْا عَنْهُ وَاَكْلِهِمْ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ مِنْهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟

او همدارنګه د سود اخيستل يې چې ترې منع شوي هم وو او په نا حقه يې د خلكو مالونو خوړلو په وجه او دوى نه چې څوك كافران وو هغو ته مو دردناك عذاب تيار كړى دى. info
التفاسير:

external-link copy
162 : 4

لٰكِنِ الرّٰسِخُوْنَ فِی الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُوْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَالْمُقِیْمِیْنَ الصَّلٰوةَ وَالْمُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَالْمُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ سَنُؤْتِیْهِمْ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟۠

خو له دوى نه د پاخه علم خاوندان او هغه مومنان چې هم پر تا رانازل شوى (دين) مني او هم له تا مخكې نازل شوي (كتابونه) او د لمانځه او زكات ادا كوونكي او په الله او وروستۍ ورځ ايمان راوړونكي دوي (ټولو) ته به لوى اجر وركړو. info
التفاسير: