Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin

external-link copy
83 : 2

وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ لَا تَعْبُدُوْنَ اِلَّا اللّٰهَ ۫— وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا وَّذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَقُوْلُوْا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَّاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ ؕ— ثُمَّ تَوَلَّیْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْكُمْ وَاَنْتُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موږ کلکه وعده له بني اسرائیلو څخه واخیستله، دا چې له الله پرته د بل چا عبادت به نه کوئ او له مور او پلار سره به نېکي کوئ، او له خپلوانو سره به هم او له یتیمانو او مسکینانو سره به هم (نیکي کوئ) او خلقو ته ښایسته خبرې وکړئ او لمونځ سم قائموئ او ورکوئ زکات، بیا تاسې (له دې وعدې) وګرځیدئ مګر لږ له تاسې څخه (ونه ګرځیدل)، حال دا چې همدا تاسي (له الهي احکامو څخه) مخ ګرځوونکي یاست. info
التفاسير: