Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

قدر

Ilan sa mga Layon ng Surah:
بيان فضل ليلة القدر.
د قدر د شپې د فضيلت بيان info

external-link copy
1 : 97

اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةِ الْقَدْرِ ۟ۚۙ

پرته له شکه موږ په پيل کې ټول قرآن يوځای د دنيا اسمان ته پر نبي صلی الله عليه وسلم د رمضان له مياشتې څخه د قدر په شپه را نازل کړ. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 97

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا لَیْلَةُ الْقَدْرِ ۟ؕ

اې نبي! ته څه پوهېږې چې په دغه شپه کې کوم خير او برکت دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
3 : 97

لَیْلَةُ الْقَدْرِ ۙ۬— خَیْرٌ مِّنْ اَلْفِ شَهْرٍ ۟ؕؔ

دغه شپه د لوی خير شپه ده، چې تر زرو مياشتو غوره ده څوک چې د ايمان لرلو او ثواب په نيت پکې عبادت وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 97

تَنَزَّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَالرُّوْحُ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْ ۚ— مِنْ كُلِّ اَمْرٍ ۟ۙۛ

په هغې کې پرېښتې او جبرئيل عليه السلام د خپل پالونکي په اجازه د هر هغه کار ترسره کولو لپاره را کوزيږي چې الله يې په دغه کال کې د کېدو پرېکړه کړې وي هغه که روزي وي، که مرګ، که د چا پيداکېدل او که داسې نور څه وي چې الله ټاکلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 97

سَلٰمٌ ۛ۫— هِیَ حَتّٰی مَطْلَعِ الْفَجْرِ ۟۠

دغه مبارکه شپه ټوله خير ده له پيل څخه د سهار تر راختلو پورې. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• فضل ليلة القدر على سائر ليالي العام.
د قدر د شپې غوراوی پر ټول کال باندې. info

• الإخلاص في العبادة من شروط قَبولها.
په عبادت کې اخلاص د هغو د قبوليت شرط دی. info

• اتفاق الشرائع في الأصول مَدعاة لقبول الرسالة.
په اصولو کې د ټولو دينونو اتفاق د رسالت د قبوليت لامل دی. info