Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

Numero ng Pahina:close

external-link copy
17 : 68

اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

پرته له شکه موږ دغه مشرکان په وچکالۍ او لوږه و ازمويل، لکه څنګه مو چې د هغه بڼ څښتنان ازمويلي وو کله چې هغوی لوړې کولې چې هرومرو به يې سهار مهال په منډه منډه مېوې شکوي ترڅو يې کوم بې وزله ترې ونه خوري. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 68

وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟

او هغوی په خپلو لوړو کې د (ان شاء الله) په ويلو سره استثناء نه کوله. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 68

فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟

نو الله يو اور ورولېږی چې هغه بڼ يې وخوړی په داسې حال کې چې څښتنان يې ويده وو او هغوی اور ترې نه شو ايسارولای. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 68

فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ

نو هغه د تياره شپې غوندې تک تور وګرځېدی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 68

فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

نو ځينو يې ځينو ته سهار مهال نارې کړې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 68

اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟

په دې ويلو سره: چې سهار وختي د بې وزلو له راتلو مخکې مو کښت ته ووځئ که چېرې تاسو يې د مېوې پرې کوونکي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 68

فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ

نو خپل کښت ته په منډه منډه ورغلل يو له بل سره يې په ټيټ آواز خبرې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 68

اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ

ځينو يې ځينو ته ويل: نن پرتاسو باغ ته هيڅ بې وزله هم در ننه نه وځي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 68

وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟

او سهار وختي روان شول په داسې حال کې چې د خپلو مېوو د منع کولو هوډ يې لرلو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 68

فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

نو کله يې چې هغه سوزېدلی وليد ځينو يې ځينو ته وويل: هرومرو موږ يې لاره غلطه کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 68

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

بلکې موږ يې د مېوو له راټولولو بې برخې کړل شوي يو د هغه څه له امله چې موږ ترې د بې وزلو د ايسارولو هوډ کړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 68

قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟

تر ټولو غوره يې وويل: آيا ما نه درته ويل کله مو چې ترې د بې وزلو د بې برخې کولو هوډ کړی و: چې ولې د الله پاکي نه وايئ، او هغه ته توبه نه باسئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 68

قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

هغوی وويل: زموږ پالونکي لره پاکي ده، بېشکه موږ پر خپلو ځانو ظلم کوونکي وو کله مو چې د خپل باغ له مېوو څخه د بې وزلو د منع کولو هوډ وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 68

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟

نو مخ يې را واړولو او د ملامتيا په ډول يې يو پر بل خبرې ورګرځولې. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 68

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟

د پښېمانتيا له امله يې ويل: های زموږ زيانه، پرته له شکه موږ له بريده اوښتونکي وو چې بې وزله مو يې له حقه ايسارول. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 68

عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟

کېدای شي زموږ پالونکی له دغه باغ څخه غوره بدله راکړي، پرته له شکه موږ يوازې يو الله ته ورګرځېدونکي يو، له هغه د بښنې هيله لرو، او ښېګڼه ترې غواړو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 68

كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

همدغه له روزي څخه د بې برخې کولو عذاب غوندې موږ هغه چاته سزا ورکوو چې له موږ سرغړونه کوي او د آخرت عذاب تر دې هم لوی دی که چېرې هغوی يې په سختۍ او دوام پوهېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 68

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

پرته له شکه هغه کسان چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ډاريږي، د خپل پالونکي په وړاندې تلپاتې جنتونه دي چې خوندونه به پکې اخلي، نعمتونه به يې نه ختميږي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 68

اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

نو آيا موږ به مسلمانان په بدله کې د کافرانو غوندې کړو لکه څنګه چې د مکې مشرکان ګومان کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 68

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

اې مشرکانو تاسو لره څه دي څنګه دا ډول ظالمانه کږه پرېکړه کوئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 68

اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ

يا له تاسې سره کوم داسې کتاب دی چې د پيروي کوونکي او سرغړوونکي ترمنځ برابري پکې لولئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 68

اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ

بېشکه تاسې لره په دغه کتاب کې هغه څه دي چې تاسو يې په آخرت کې د ځانونو لپاره غوره کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 68

اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

يا تاسې لره پر موږ داسې په قسمونو ټينګې کړل شوې ژمنې دي چې د هغو د غوښتنو پر بنسټ به تاسو لره هغه څه وي چې د ځانونو لپاره يې پرېکړه کوئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 68

سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ

اې رسوله! د دغې خبرې له ويناوالو وپوښته: له هغوی کوم يو يې ضامن دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 68

اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟

يا هغوی لره له الله پرته داسې شريکان دي چې هغوی په بدله کې له مؤمنانو سره برابروي؟! نو خپل دغه شريکان دې راولي که هغوی په هغه څه کې رېښتيني وي چې دعوی يې کوي چې هغوی له مؤمنانو سره په بدله کې برابر دي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 68

یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ

د قيامت په ورځ به سختي څرګنده شي او زموږ پالونکی به خپله (بلا کیف) پنډۍ ښکاره کړي او خلک به سجدې کولو ته وبلل شي چې مؤمن به سجده وکړي، کافران او منافقان به همداسې پاتې شي د سجدې کولو توان به نه لري. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• منع حق الفقير سبب في هلاك المال.
د بې وزله د حق نه ورکول د مال د تباهۍ لامل کيږي. info

• تعجيل العقوبة في الدنيا من إرادة الخير بالعبد ليتوب ويرجع.
په دنيا کې د سزا په ورکړه کې بيړه کول د بنده په حق کې د خير اراده ده ترڅو توبه وباسي او رجوع وکړي. info

• لا يستوي المؤمن والكافر في الجزاء، كما لا تستوي صفاتهما.
مؤمن او کافر په بدله کې نه سره برابريږي، لکه څنګه يې چې صفتونه نه سره برابريږي. info