Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

external-link copy
4 : 46

قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ؕ— اِیْتُوْنِیْ بِكِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ هٰذَاۤ اَوْ اَثٰرَةٍ مِّنْ عِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

ای رسوله! دغو له حق څخه مخ اړوونکو مشرکانو ته ووایه: د خپلو هغو بوتانو په اړه خبر راکړئ چې له الله پرته يې تاسې عبادت کوئ، هغوی د ځمکې له برخو څخه کوم څه پېدا کړي دي؟ آيا کوم غر يې پيداکړی؟ يا يې کوم نهر پيداکړي؟ يا هغوی لره د اسمانونو په پيدايښت کې ګډون او برخه شته؟ له قرآن څخه مخکې د الله له لوري کوم نازل شوی کتاب راوړئ او يا بله پاتې پوهه چې پخوانيو پرې اېښې وي که چېرې تاسو مو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې ستاسو بوتان د عبادت وړ دي. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• الاستهزاء بآيات الله كفر.
د الله پر آيتونو ملنډې وهل کفر دی. info

• خطر الاغترار بلذات الدنيا وشهواتها.
د دنيا په مزو او خوندونو مغروره کېدل خطر دی. info

• ثبوت صفة الكبرياء لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د لويۍ صفت ثابتوالی. info

• إجابة الدعاء من أظهر أدلة وجود الله سبحانه وتعالى واستحقاقه العبادة.
د دعا قبلول د الله پاک پر وجود ترټولو له څرګندو دلايلو څخه دی او دا چې هغه د عبادت وړ دی. info