Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

Numero ng Pahina:close

external-link copy
33 : 45

وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او هغوی لره به هغه بدې کړنې يې ښکاره شي چې په دنيا يې کې يې له کفر او ګناهونو څخه کړي دي، او هغه عذاب به پرې راشي چې پر هغو د وېرولو پر مهال يې ملنډې پرې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 45

وَقِیْلَ الْیَوْمَ نَنْسٰىكُمْ كَمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا وَمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

او الله به هغوی ته ووايي: نن مو په اور کې پرېږدم، لکه څنګه چې تاسو د دغې ورځې سره مخامخېدل هېر کړي وو، نو په ايمان راوړلو او نېک عمل مو چمتووالی نه ورته نيولو، او هستوګنځی مو چې ورځئ به هغه اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې د الله عذاب درڅخه دفع کړي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 45

ذٰلِكُمْ بِاَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا وَّغَرَّتْكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۚ— فَالْیَوْمَ لَا یُخْرَجُوْنَ مِنْهَا وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟

دغه ستاسو عذاب چې پرې په عذابېږئ د دې له امله دی چې زموږ آيتونه مو مسخرې ګرځولي وو چې ملنډې مو پرې وهلې، او د دنيا ژوند په خپلو مزو او خوندو سره دوکه کړي وئ، نو نن به دغه زموږ پر آيتونو ملنډې وهونکي کافران له اوره نه اېستل کيږي، بلکې تل ترتله به پکې پاتې کيږي، او د دنيا ژوند ته به نه ګرځول کيږي تر څو نېک عمل وکړي او پالونکی يې ترې راضي شي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 45

فَلِلّٰهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَرَبِّ الْاَرْضِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

نو يوازې الله لره ستاينه ده د آسمانونو پالونکی او د ځمکې پالونکی او د ټولو مخلوقاتو پالونکی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 45

وَلَهُ الْكِبْرِیَآءُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

او هغه لره په آسمانونو او په ځمکه کې دروندوالی او لويي ده او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې زورور کېدلای، د خپل مخلوق په پيدايښت، او د مخلوقاتو په اندازه کولو کې او خپل تدبير او شريعت کې حکمت والا دی. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• الاستهزاء بآيات الله كفر.
د الله پر آيتونو ملنډې وهل کفر دی. info

• خطر الاغترار بلذات الدنيا وشهواتها.
د دنيا په مزو او خوندونو مغروره کېدل خطر دی. info

• ثبوت صفة الكبرياء لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د لويۍ صفت ثابتوالی. info

• إجابة الدعاء من أظهر أدلة وجود الله سبحانه وتعالى واستحقاقه العبادة.
د دعا قبلول د الله پاک پر وجود ترټولو له څرګندو دلايلو څخه دی او دا چې هغه د عبادت وړ دی. info