Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

Numero ng Pahina:close

external-link copy
32 : 42

وَمِنْ اٰیٰتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ؕ

او د الله پر قدرت او يووالي له دلالت کوونکو نښانو هغه کښتۍ دي چې په خپل لوړوالي او اوچتواالي کې د غرونو غوندې په درياب کې چليږي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 42

اِنْ یَّشَاْ یُسْكِنِ الرِّیْحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلٰی ظَهْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟ۙ

که چېرې الله د هغه باد درول وغواړي چې کښتۍ چلوي، وبه يې دروي، نو کښتۍ به په درياب کې آرامه پاتې شي چې خوځښت به نه کوي، بېشکه په دغه ياد شوي د کښتيو په پيدايښت او بادونو په تابع کولو کولو کې د الله پر ځواکمنتيا پر ستونزو او مصیبتونو کې د هر صبرکوونکي او د الله پر نعمتونو د شکر اېستونکي لپاره څرګندې نښې دي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 42

اَوْ یُوْبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوْا وَیَعْفُ عَنْ كَثِیْرٍ ۟ۙ

او که چیرې هغه پاک ذات د هغه کښتيو تباهي وغواړي د تیزې سيلۍ په لېږلو سره، نو د خلکو د کړې ګناه له امله به يې تباه کړي، او د خپلو بندګانو له ډېری ګناهونو تېريږي چې هغوی ته پرې سزا نه ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 42

وَّیَعْلَمَ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟

او د توندو سيليو په لېږلو سره د دغو کښتيو د تباهۍ پر مهال هغه خلک پوه شي چې زموږ په آیتونو کې د هغو د باطلولو لپاره جګړې کوي، چې هغوی لره له تباهۍ د تېښتې ځای نشته، نو يوازې الله به رابولي او له هغه پرته نور به پرېږدي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 42

فَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚ

نو ای خلکو کوم مال، مرتبه او اولاد چې تاسوته درکړل شوي، هغه د دنيا د ژوند لږه قایده ده او له منځه تلونکې ختمېدونکې ده، او تلپاتې نعمت هغه خو د جنت نعمت دی چې الله د هغو خلکو لپاره چمتو کړی چې پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان لري، او يوازې پر خپل پالونکي په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 42

وَالَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَاِذَا مَا غَضِبُوْا هُمْ یَغْفِرُوْنَ ۟ۚ

او هغه کسان چې له لويو او ناوړه ګناهونو لرې اوسي، او کله چې د چا د ناوړه وينا يا کړنې له امله په غوسه شي، نو د هغه تېروتنه بښي، او سزا پرې نه ورکوي، دغه بښنه د هغوی لخوا يوه مهرباني ده کله چې په کې خير او مصلحت وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 42

وَالَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ۪— وَاَمْرُهُمْ شُوْرٰی بَیْنَهُمْ ۪— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۚ

او هغه کسان چې د خپل پالونکي مني د هغه څه په ترسره کولو سره چې امر يې ورته کړی او هغه څه په پرېښودلو چې ترې منع کړي دي، او په بشپړه توګه لمونځ کوي او هغه خلک چې په هغو چارو کې چې هغوی لره مهمې وي په خپلو کې مشورې سره کوي او څه مو چې په روزۍ ورکړي د الله د خوښۍ لپاره يې لګوي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 42

وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟

او هغه کسان چې ظلم پرې وشي د خپلو ځانونو د اکرام او درناوي په موخه غچ اخلي، کله چې ظالم د بښنې وړ نه وي، او دغه غچ اخېستنه حق دی، په ځانګړې ډول کله چې په بخښنه کې مصلحت هم نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 42

وَجَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۚ— فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او څوک چې د خپل حق اخېستل غواړي هغه لره دا حق شته، خو پرته له زيادت او تيري څخه په ورته عمل سره به وي او څوک چې هغه چا لره بخښنه وکړي چې بد يې ورسره کړي او په بده کړنه يې نيونه ونه کړي، او څه چې د هغه او د ورور تر منځ يې دي هغه اصلاح کړي، نو د الله په وړاندې ثواب لري، بېشکه هغه داسې ظالمان نه خوښوي چې پر خلکو د هغوی په نفسونو، مالونو او عزتونو کې ظلم کوي، بلکې هغوی يې بد ييشي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 42

وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ مَا عَلَیْهِمْ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ

او څوک چې د ځان غچ اخلي، نو دوی هغه څوک دي چې د خپل حق اخېستنې له امله نيونه پرې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 42

اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَیَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

بېشکه مؤاخذه (نيونه) او جزا يوازې د هغو کسانو لپاره ده چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمکه کې ګناهونه ترسره کوي، همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 42

وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟۠

او څوک چې ځان ته د بل لخوا پر رسېدلي آزار صبر وکړي، او له هغه تېر شي، نو دغه صبر هغه او ټولنې ته خير راوړي، او دا يو ستايل شوی کار دی، او يوازې د لويې برخې څښتن ته د دغه توفيق ورکول کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 42

وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ وَّلِیٍّ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَتَرَی الظّٰلِمِیْنَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ یَقُوْلُوْنَ هَلْ اِلٰی مَرَدٍّ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ۚ

او څوک چې الله له لارښوونې پرېږدي، له حقه يې لارورکی کړي، نو هغه لره کوم دوست نشته چې له هغه وروسته يې چاره سمبال کړي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي به وينې چې کله د قيآمت په ورځ عذاب وويني د آرزو کوونکو په توګه به وايي: آيا دنيا ته د ګرځېدو لار شته چې الله ته توبه وباسو؟. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• الصبر والشكر سببان للتوفيق للاعتبار بآيات الله.
صبر او شکر د الله له آيتونو د پند اخېستو د توفيق لپاره دوه لاملونه دي. info

• مكانة الشورى في الإسلام عظيمة.
په اسلام کې د مشورې مرتبه لويه ده. info

• جواز مؤاخذة الظالم بمثل ظلمه، والعفو خير من ذلك.
په ورته عمل سره د ظالم د مؤاخذې (نيونې) جواز، او بخښنه تر دغه هم غوره ده. info