Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

Numero ng Pahina:close

external-link copy
25 : 37

مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ ۟

او د رټلو په ډول به ورته وویل شي: په تاسو څه شوي چې یو بل سره مرسته نه کوئ لکه څرنګه به مو چې په دنیا کې یو بل سره مرسته کوله او دعوه به مو کوله چې بېشکه ستاسو بوتان ستاسو مرسته کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 37

بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ ۟

بلکې هغوی نن د الله امر ته غاړه ایښودونکي او خوار دي، یو بل سره د ناتوانۍ او د قدرت د کمښت له کبله مرسته نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 37

وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

او یو بل ته به مخ کړي، ملامتول او جګړه به کوي په داسې حال کې چې ملامتول او جګړه ګټه نه رسوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 37

قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟

کشران به خپلو مشرانو ته وایي: بېشکه تاسو -ای مشرانو- به مونږ ته د دین او حق باره کې راتللئ نو کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کول به مو راته ښایسته کړل او له هغه حق څخه به مو وېرولو او شړلو کوم چې پېغمبرانو د الله له لورې راوړی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 37

قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

مشران به کشرانو ته وایي: داسې نده -څرنګه چې تاسو دعوه لرئ- بلکې تاسو په کفر کې وئ او مومنان نه وئ، بلکې تاسو نه منونکي وئ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 37

وَمَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ ۚ— بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ ۟

او ای کشرانو! پر تاسو خو زمونږ کوم زور او ځواک نه و څو تاسو په زوره په کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کولو کې واچوو، بلکې تاسو په کفر او بې لاريتوب کې د پولې څخه تېرېدونکي وئ. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 37

فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ ۖۗ— اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ ۟

نو اوس پر مونږ او تاسو باندې د الله (د عذاب) وعده لازمه شوه په دې وینا کې: (خامخا به دوزخ له تا او ستا له ټولو تابعدارانو څخه ډکوم) [ص:۸۵] نو لدې کبله مونږ څکونکي یو-بې له شکه څرنګه چې مو رب وعده کړې وه. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 37

فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ ۟

نو مونږ تاسو بې لارېتوب او کفر ته راوبللئ، بېشکه مونږ خو د هدایت له لارې څخه بې لارې شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 37

فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟

نو بېشکه کشران او مشران به د قیامت په ورځ په عذاب کې سره شریک وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟

بېشکه مونږ لکه څرنګه چې په دوی عذاب وڅکل، په نورو مجرمانو یې هم څکو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 37

اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟ۙ

بېشکه دې مشرکانو ته به چې کله په دنیا کې وویل شو چې د الله نه پرته بل معبود نشته، دې لپاره چې د دې مطابق عمل وکړي او خلاف کارونه یې پرېدې، د دې له منلو او غاړه ایښودلو یې د حق څخه په لویې کولو او ځان پورته ګڼلو انکار وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 37

وَیَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍ ۟ؕ

او د خپل کفر لپاره به یې په دلیل نیوونکي حالت کې ویل: آیا د خپلو باطلو معبودانو عبادت د یو لیوني شاعر د وینا لپاره پرېږدو؟! پدې خبرې سره یې د الله رسول صلی الله علیه وسلم مقصد ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 37

بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

بېشکه ستر دروغ یې وتړل، نه خو د الله رسول صلی الله علیه وسلم لیونی ؤ او نه شاعر ؤ، بلکې هغه قرآن یې راوړی ؤ چې د الله تعالی یووالي او د هغه د پېغمبر تابعدارۍ ته بلنه ورکوونکی دی، او د پېغمبرانو تصدیق یې کړی په هغه څه کې چې د الله تعالی دطرفه یې راوړي چې توحید او (قیامت)دی او د هغوی سره یې په هېڅ شي کې مخالفت نه دی کړی. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 37

اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِ ۟ۚ

بېشکه تاسو -اې مشرکانو- د قیامت په ورځ د دردناک عذاب څکونکي یاست ستاسو د کفر او د پېغمبرانو د دروغجنولو له کبله. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 37

وَمَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ

او بدله به نه درکول کېږي تاسو ته -ای مشرکانو- پرته له هغه څه چې تاسو په دنیا کې په الله کفر کولو او ګناهونه مو ترسره کول. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

لیکن د الله تعالی هغه مومنان بندګان چې هغه خپل عبادت ته ځانګړي کړي، او دوی هغه ته عبادت سوچه کوي، دوی به له عذاب څخه په ژغورنه کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 37

اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ

د دوی مخلصو بندګانو لپاره ځانګړې روزي ده چې الله یې ورکوی، په پاکۍ، ښایست او پایښت کې ټاکل شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 37

فَوَاكِهُ ۚ— وَهُمْ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ

دغه روزي بېلابېلې مېوې له هغو پاکو څخه دي چې خوري یې او اشتها یې لري، او د دغه سربېره به د درجو په لوړوالي او د الله کريم مخ ته په کتو درناوی ورکول کيږي.
info
التفاسير:

external-link copy
43 : 37

فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟ۙ

دا هر څه به د تلپاتې ثابت او دوامداره جنت په نعمتونو کې ترلاسه کوي چې نه پرې کېږي او نه لرې کېږي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 37

عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

په تختونو به یې تکیه وهلې وي، مخامخ به یو بل ته ګوري. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 37

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ

د هغو شرابو ګیلاسونه به ورباندې ګرځول کېږي چې په پاکۍ او روڼتیا کې د روانو اوبو په څېر وي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 37

بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟ۚ

سپین رنګ والا، څوک یې چې څکي له څکلو به یې بشپړ خوند اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 37

لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّلَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ ۟

د دنیا د شرابو په څېر نه دي، داسې نشه پکې نشته چې عقل یوسې، او نه یې څښونکي ته سردرد رسي، د څښونکی تن او عقل روغ پرېږدي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 37

وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌ ۟ۙ

او دوی سره به جنت کې پاک لمنې ښځې وي، له خپلو میړونو پرته بل چاته یې سترګې نه اوږدېږي، ښایسته سترګو والا دي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 37

كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ ۟

د رنګونو سپینوالی یې زیړوالي سره داسې ګډ شوی وي لکه محفوظه هګۍ د یو مارغه چې لاس نه وي ور رسېدلی. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 37

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

نو ځینې جنتیان به ځینو نورو ته ورمخ کړي د خپلو تېرو شوو او په دنیا کې پېښ شوو حالاتو په اړه به یو بل نه پوښتنه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 37

قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌ ۟ۙ

د دې مومنانو څخه به یو ویونکی ووایي: په دنیا کې زما یو ملګری له بعث (پاڅون) څخه منکر ؤ. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• سبب عذاب الكافرين: العمل المنكر؛ وهو الشرك والمعاصي.
د کافرانو د عذاب لامل: بد کاري، چې شرک او ګناهونه دي. info

• من نعيم أهل الجنة أنهم نعموا باجتماع بعضهم مع بعض، ومقابلة بعضهم مع بعض، وهذا من كمال السرور.
د جنتیانو له نعمتونو څخه د هغوی یو بل سره یو ځای کېدل، یو بل سره مخامخ کېدل دي، چې دا د خوشالۍ بشپړتیا ده. info