Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

external-link copy
209 : 2

فَاِنْ زَلَلْتُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ الْبَیِّنٰتُ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟

بیا که چېرې له تاسو څخه خطا او له حق څخه کوږوالی وشو وروسته له هغې نه چې تاسو ته ښکاره دلیلونه او معجزې راغلي دي، داسې معجزې او دلیلونه چې هیڅ شک او شبهه پکې نه شته؛ نو پس پوهه شئ چې الله تعالی ډېر غالب دی په خپل قدرت او غصه کې، حکمت والا دی په خپلو ټولو کارونو او حکمونو کې، نو پس تاسو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او د هغه تعظیم وکړئ. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• التقوى حقيقة لا تكون بكثرة الأعمال فقط، وإنما بمتابعة هدي الشريعة والالتزام بها.
تقوا یوازې په ډېرو عملونو نه، بلکې د شریعت په تابعدارئ او په هغه باندې کلک ودرېدنه کې ده. info

• الحكم على الناس لا يكون بمجرد أشكالهم وأقوالهم، بل بحقيقة أفعالهم الدالة على ما أخفته صدورهم.
په خلکو یوازې د هغوی د څېرو او ویناګانو پر بنا فیصله نه کېږي، بلکې د هغوئ پر هغو رښتنو اعمالو فیصله کېږي کوم چې د دوئ په پټو کارونو دلالت کوي. info

• الإفساد في الأرض بكل صوره من صفات المتكبرين التي تلازمهم، والله تعالى لا يحب الفساد وأهله.
په زمکه کې هر رنګ فساد کول د تکبر کوونکو خلکو همیشنی صفت دی او الله تعالی فساد او مفسدین نه خوښوي. info

• لا يكون المرء مسلمًا حقيقة لله تعالى حتى يُسَلِّم لهذا الدين كله، ويقبله ظاهرًا وباطنًا.
یو انسان هیڅکله الله تعالی رښتینی (حقیقی) مسلمان نه شي کېدلی، تر هغو چې دې دین ته پوره تسلیم نه شي او په پټه او ښکاره یې قبول نه کړي. info