Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

external-link copy
13 : 17

وَكُلَّ اِنْسَانٍ اَلْزَمْنٰهُ طٰٓىِٕرَهٗ فِیْ عُنُقِهٖ ؕ— وَنُخْرِجُ لَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ كِتٰبًا یَّلْقٰىهُ مَنْشُوْرًا ۟

او هر انسان لره ګرځولی مونږ د هغه عمل چې هغه یې کوي لازم هغه لره داسې لکه څرنګه چې غاړکۍ (امیل) په غاړې پسې لازم وي، د هغه څخه نه جدا کیږي تر دې چې حساب ورسره پرې وشي، او مونږ به راوباسو دې لره د قیامت په ورځ داسې یو کتاب چې پدې کې به ټول هغه د خیر او شر کارونه وي چې دې کړي او دی به یې خپلی مخې ته پرانیستی او غوړیدلی وویني. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• من اهتدى بهدي القرآن كان أكمل الناس وأقومهم وأهداهم في جميع أموره.
چاچې هدایت حاصل کړو په هدایت د قرآن کریم نو دې به په ټولو خلکو کې پوره او برابر وي او په خپلو ټولو چارو کې به په سمه توګه روان وي. info

• التحذير من الدعوة على النفس والأولاد بالشر.
په خپل ځان او بچو باندې د بدو دعاوو څخه ډډه کول. info

• اختلاف الليل والنهار بالزيادة والنقص وتعاقبهما، وضوء النهار وظلمة الليل، كل ذلك دليل على وحدانية الله ووجوده وكمال علمه وقدرته.
د شپې او ورځې اختلاف په زیاتي او کمي کې او په یو بل پسې تلل راتلل، او د ورځې رڼا او د شپې تیاره، دا ټول کارونه دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي او د هغه په شتوالي او د هغه د علم او قدرت په کمال او پوره والي. info

• تقرر الآيات مبدأ المسؤولية الشخصية، عدلًا من الله ورحمة بعباده.
دا آیتونه د شخصي مسؤولیت اصل ټاکي او بیانوي یې، چې دا د الله تعالی له طرفه عدل دی او رحمت یې دی په خپلو بندګانو. info