పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - అబూ జకరియా

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
137 : 26

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

26-137 نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو info
التفاسير:

external-link copy
138 : 26

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

26-138 او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو info
التفاسير:

external-link copy
139 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-139 نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
140 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-140 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
141 : 26

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

26-141 ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
142 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

26-142 كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
143 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

26-143 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم info
التفاسير:

external-link copy
144 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-144 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
145 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

26-145 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې info
التفاسير:

external-link copy
146 : 26

اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ

26-146 ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره info
التفاسير:

external-link copy
147 : 26

فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

26-147 په باغونو او چینو كې info
التفاسير:

external-link copy
148 : 26

وَّزُرُوْعٍ وَّنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌ ۟ۚ

26-148 او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي info
التفاسير:

external-link copy
149 : 26

وَتَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَ ۟ۚ

26-149 او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ info
التفاسير:

external-link copy
150 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-150 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
151 : 26

وَلَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ

26-151 او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ info
التفاسير:

external-link copy
152 : 26

الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

26-152 هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
153 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۚ

26-153 هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې info
التفاسير:

external-link copy
154 : 26

مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۖۚ— فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

26-154 ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې info
التفاسير:

external-link copy
155 : 26

قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّلَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۚ

26-155 او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى info
التفاسير:

external-link copy
156 : 26

وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

26-156 او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي info
التفاسير:

external-link copy
157 : 26

فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَ ۟ۙ

26-157 نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول info
التفاسير:

external-link copy
158 : 26

فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-158 نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
159 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-159 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير: