పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

انفال

external-link copy
1 : 8

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْاَنْفَالِ ؕ— قُلِ الْاَنْفَالُ لِلّٰهِ وَالرَّسُوْلِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَصْلِحُوْا ذَاتَ بَیْنِكُمْ ۪— وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗۤ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

ای محمده! له تا څخه د غنیمتونو په هکله پوښتنه کوي ووایه چې غنیمتونه د الله او دهغه د رسول دي نو باید چې له الله نه و ډار شئ خپلې داخلي اړیکي مو سره روغې او د الله او د هغه د رسول مننه وکړئ که تاسې مومنان یاست. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 8

اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَاِذَا تُلِیَتْ عَلَیْهِمْ اٰیٰتُهٗ زَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚۙ

رښتیني مؤمنان هغه دي چې د الله په یادولو سره یې زړونه لړزیږي او چې د الله پاک ایتونه پرې تلاوت شي نو ایمان یې پیاوړی او په خپل رب باندې توکل کوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 8

الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ

او همغه کسان دي چې لمونځ بشپړ دروي او د هغه مال څه برخه چې مونږ ور روزي کړی دی د الله په لیار کې مصرفوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 8

اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ حَقًّا ؕ— لَهُمْ دَرَجٰتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟ۚ

همدا پاخه مؤمنان دي همدوی ته د رب په وړاندې لوړې مرتبې،بښنه او غوره عزتمنه روزي ده. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 8

كَمَاۤ اَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْ بَیْتِكَ بِالْحَقِّ ۪— وَاِنَّ فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ لَكٰرِهُوْنَ ۟ۙ

(د غنیمتونو د ویش پریکړه په حق ولاړه ده)لکه چې ستا رب ته په حقه له خپل کورنه وویستلې سره له دې چې د مؤمنانو یوه ډله ناخوښه وه. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 8

یُجَادِلُوْنَكَ فِی الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَیَّنَ كَاَنَّمَا یُسَاقُوْنَ اِلَی الْمَوْتِ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟ؕ

هغوی له تاسره د حق په هکله داسې جګړه کوي ته به وايي چې د هغه مرګ په لور کش کول کیږي چې په سترګو یې ویني. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 8

وَاِذْ یَعِدُكُمُ اللّٰهُ اِحْدَی الطَّآىِٕفَتَیْنِ اَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّوْنَ اَنَّ غَیْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُوْنُ لَكُمْ وَیُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَیَقْطَعَ دَابِرَ الْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ

او هغه وخت رایاد کړه چې الله پاک له تاسې سره وعده کوله چې له دوه ډلو نه به[۱۶]یوه ضرور ستاسې په لاس کې پریوزي تاسې خوښوله چې کمزورې ډله په لاس درشي خو الله پاک اراده کړي چې د خپلو لارښوونو په رڼا کې حق د حق په توګه څرګند او د کافرانو بنسټ تس نس کړي. info

[۱۶] ـ یوه د ابو سفیان تجارتي قافله وه او لاس ته راوړل یې اسان وو دویمه د قریشو هغه ډله وه چې له مکي نه د ابوسفیان د ملاتړ لپاره راوتلې وه(ابن جریر الطبری)

التفاسير:

external-link copy
8 : 8

لِیُحِقَّ الْحَقَّ وَیُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۚ

تر څو چې حق د حق په توګه ښکاره او باطل له مینځه ولاړ شي که څه هم د مجرمانو خوښه نه وي. info
التفاسير: