పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

قیامه

external-link copy
1 : 75

لَاۤ اُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۟ۙ

لوړه په قیامت. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 75

وَلَاۤ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ۟

او لوړه په ملامتوونکي نفس. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 75

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَلَّنْ نَّجْمَعَ عِظَامَهٗ ۟ؕ

ایا انسان ګمان کوي چې مونږ به یي هډوکي راټول نه کړو؟ info
التفاسير:

external-link copy
4 : 75

بَلٰى قٰدِرِیْنَ عَلٰۤی اَنْ نُّسَوِّیَ بَنَانَهٗ ۟

نه:بلکې مونږ پیاوړي یو چې ان د ګوتو بندونه يي هم برابر کړو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 75

بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗ ۟ۚ

بلکې(کافر)انسان غواړي چې په راتلونکې زمانه کې بد کار وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 75

یَسْـَٔلُ اَیَّانَ یَوْمُ الْقِیٰمَةِ ۟ؕ

پوښتنه کوی چې د قیامت ورځ به کله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 75

فَاِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ۟ۙ

نو کله چې لیدنه خړه او تته شي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 75

وَخَسَفَ الْقَمَرُ ۟ۙ

سپوږمۍ توره شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 75

وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۟ۙ

او یو ځای کړای شي[۲] لمر او سپوږمۍ. info

[۲] ـ د رڼا په نشتوالي،له لویدیځ څخه په راختلو، دځمکې له مدار څخه د سپوږمۍ په وتلو او د لمر په ورداخلیدلو،یا نور څخه والله اعلم.

التفاسير:

external-link copy
10 : 75

یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّ ۟ۚ

په همدې ورځ به انسان وايي د تیښتي ځای چیرې دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
11 : 75

كَلَّا لَا وَزَرَ ۟ؕ

نه.هیڅکله نشته د پناه ځای. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 75

اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمُسْتَقَرُّ ۟ؕ

یوازې ستا له رب سره تم ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 75

یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ بِمَا قَدَّمَ وَاَخَّرَ ۟ؕ

پدې ورځ به انسان له هغو ټولو څخه خبر کړای شي چې مخکې یې لیږلي او یا یې وروسته پریښي دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 75

بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰی نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌ ۟ۙ

انسان د خپل ځان لیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 75

وَّلَوْ اَلْقٰى مَعَاذِیْرَهٗ ۟ؕ

(خامخا جزا ورکول کیږي)که څه هم خپلې انې بانې وړاندې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 75

لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖ ۟ؕ

ای محمده!په قران ژبه مه خوزه وه چې بیړه پرې وکړې. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 75

اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَقُرْاٰنَهٗ ۟ۚۖ

د هغه راټولول او پر تايي تلاوت کول پر مونږ دي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 75

فَاِذَا قَرَاْنٰهُ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗ ۟ۚ

نو کله چې مونږ(د ملایکو په واسطه)پر تا تلاوت کړنو د لوستلو ئې پیروي وکړه[۳] info

[۳] ـ په غور يي واوره او بیا يي وروسته تلاوت کړه.

التفاسير:

external-link copy
19 : 75

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا بَیَانَهٗ ۟ؕ

پر مونږ ده چې بیانوو به يي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 75

كَلَّا بَلْ تُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ ۟ۙ

نه:بلکې تاسې ژر په لاس درتلونکی شی خوښوئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 75

وَتَذَرُوْنَ الْاٰخِرَةَ ۟ؕ

او اخرت پریږدئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 75

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاضِرَةٌ ۟ۙ

پرې ورځ به ځیني مخونه تازه او ځلیدونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 75

اِلٰى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ۟ۚ

خپل رب ته به ګوري. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 75

وَوُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ بَاسِرَةٌ ۟ۙ

او ځیني مخونه به خورا بدرنګه وي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 75

تَظُنُّ اَنْ یُّفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ ۟ؕ

(د بد مخ څښتن به)باور لري چې ملاماتوونکی چلن به ورسره وشي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 75

كَلَّاۤ اِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِیَ ۟ۙ

نه،نه کله چې ساه ترستوني ورسیږي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 75

وَقِیْلَ مَنْ ٚ— رَاقٍ ۟ۙ

او وویل شي چې دم او چوف اچوونکی شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 75

وَّظَنَّ اَنَّهُ الْفِرَاقُ ۟ۙ

د ناروغ باور راشي چې همدا بیلتون دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 75

وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ ۟ۙ

او یوه پونډۍ له بلې پونډۍ تاو شي[۴] info

[۴] ـ دوړاړه ناتوانه او یوه پر بل پریوځي.(کابلی تفسیر

التفاسير:

external-link copy
30 : 75

اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمَسَاقُ ۟ؕ۠

پدې ورځ ستا د رب له لور ورتګ دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 75

فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلّٰى ۟ۙ

کافر انسان پیغمبر رښتینی ونه ګاڼه او نه یي لمونځ وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 75

وَلٰكِنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰى ۟ۙ

او خو درواغ ئې وګاڼه او له حق څخه يي مخ وګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 75

ثُمَّ ذَهَبَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ یَتَمَطّٰى ۟ؕ

او بیا دخپلې کورنۍ په لور په غرور ولاړ. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 75

اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰى ۟ۙ

ای کافره!همدا درته غوره ده. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 75

ثُمَّ اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰى ۟ؕ

بیا وایم چې همدا درته غوره ده. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 75

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَنْ یُّتْرَكَ سُدًی ۟ؕ

ایا انسان ګمان کوي چې مهمل او بابیزه به پرې ښوول شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 75

اَلَمْ یَكُ نُطْفَةً مِّنْ مَّنِیٍّ یُّمْنٰى ۟ۙ

ایا دهغې مني چې(په رحم کي)توی شوې یو څاڅکی نه وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 75

ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوّٰى ۟ۙ

بیا د وینې یوه ټوټه وه.الله پیدا او ښه برابر يي کړ. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 75

فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ؕ

او له همده څخه یې د نر او ښځې جوړه وړاندې کړه. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 75

اَلَیْسَ ذٰلِكَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیِ الْمَوْتٰى ۟۠

ایا همدغه ذات توانانه دی چې مړي راژوندي کړي؟(هو!توان ورسره شته). info
التفاسير: