పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

طور

external-link copy
1 : 52

وَالطُّوْرِ ۟ۙ

قسم د طور په غره. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 52

وَكِتٰبٍ مَّسْطُوْرٍ ۟ۙ

او قسم په لیکل شوی کتاب. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 52

فِیْ رَقٍّ مَّنْشُوْرٍ ۟ۙ

چې په خلاصه پاڼه کې لیکل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 52

وَّالْبَیْتِ الْمَعْمُوْرِ ۟ۙ

او قسم په اباد کور. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 52

وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوْعِ ۟ۙ

او قسم په لوړ چت[۳] info

[۳] ـ اسمان یا عرش(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
6 : 52

وَالْبَحْرِ الْمَسْجُوْرِ ۟ۙ

او قسم په څپانده سمندر. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 52

اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ ۟ۙ

او چې ستا د رب عذاب خامخا پیښیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 52

مَّا لَهٗ مِنْ دَافِعٍ ۟ۙ

هیڅ څوک یې مخه نیولای نشي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 52

یَّوْمَ تَمُوْرُ السَّمَآءُ مَوْرًا ۟

په هغه ورځ به اسمان بې دریغه ولړزیږي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 52

وَّتَسِیْرُ الْجِبَالُ سَیْرًا ۟ؕ

او غرونه به په خپل سر روان شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 52

فَوَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ

په هغه ورځ د درواغ ګټونکو لپاره تباهي او هلاکت دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 52

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ خَوْضٍ یَّلْعَبُوْنَ ۟ۘ

د هغو کسانو لپاره چې په باطلو کې د لوبو په توګه ننوتلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 52

یَوْمَ یُدَعُّوْنَ اِلٰی نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ۟ؕ

هغه ورځ چې د دوزخ په لور به کش کول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 52

هٰذِهِ النَّارُ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟

او ورته به ویلی شي چې دا همغه اور دی چې تاسې به درواغ ګاڼه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 52

اَفَسِحْرٌ هٰذَاۤ اَمْ اَنْتُمْ لَا تُبْصِرُوْنَ ۟

ووایاست دا کوم جادو دی؟او که تاسې څه نه وینئ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 52

اِصْلَوْهَا فَاصْبِرُوْۤا اَوْ لَا تَصْبِرُوْا ۚ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

ورننه ووځئ!اوس یې تاسې ته زغمل او نه زغمل یو برابر دي.بې شکه چې تاسې ته د همغو اعمالو بدل در کولی شي چې تاسو به کول. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 52

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَعِیْمٍ ۟ۙ

بې شکه چې متقیان به په جنتونو او نعمتونو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 52

فٰكِهِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ۚ— وَوَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟

له هغو نعمتونونه خوند اخلي چې رب ورته ور کړي دي او د دوزخ له عذاب نه یي ژغورلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 52

كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ

او ورته به وویل شي.چې د خپلو تیرو کړنو په بدل کې ښه په مزو او چړ چو سره خوراک او څښاک وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 52

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی سُرُرٍ مَّصْفُوْفَةٍ ۚ— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟

هلته به یې په کتاروشوو تختونوتکيي کړي وی.او مونږ به ښایسته تکې سپینې د غټو سترګو والا ښځې ورته په نکاح کړو. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 52

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَمَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— كُلُّ امْرِىۢ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ ۟

او کومو کسانو چې ایمان راوړی،او اولادونو یې هم د ایمان لار ور پسې نیولي ده نو مونږ به یې اولادونه ورسره یو ځای کړو او د پلرونو له کړنو به یې هیڅ شی کم نه کړو.هر څوک د خپلو کړنو په بدل کې ښکیل دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 52

وَاَمْدَدْنٰهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَّلَحْمٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟

او مونږ به هر ډول میوې،غوښې او هر څه چې د هغوی زړه یې وغواړي لاپسې ورته ډیروو. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 52

یَتَنَازَعُوْنَ فِیْهَا كَاْسًا لَّا لَغْوٌ فِیْهَا وَلَا تَاْثِیْمٌ ۟

هلته به په ډیرې خوښۍ سره یو له بل نه د هغو شرابو کاسې تښتوي چې نه به پکې چټي او عبثې خبرې وي او نه په ګناه اخته کیدل. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 52

وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَاَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُوْنٌ ۟

په خدمت کې به يي هغه هلکان منډې وهي چې یوازي به د همدوی وي او د پوښل شوو ملغلرو په څير به ځلیږي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 52

وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

او مخ په مخ به یوله بل نه پوښتنې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 52

قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِیْۤ اَهْلِنَا مُشْفِقِیْنَ ۟

او وایې به چې:مونږ خو پخوا د خپلو کورنیو په مینځ کې د ډار شپې[۴]تیرولې. info

[۴] ـ د اخرت له عذاب نه ډاریدلو.(فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير:

external-link copy
27 : 52

فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَوَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ ۟

نو الله را باندې لورینه وکړه او د ګرم او سوزوونکی عذاب نه یې وژغورلو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 52

اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوْهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیْمُ ۟۠

په رښتیا چې مونږ په پخواني ژوند کې یوازې هغه باله.او هغه ډیر زیات ښیګڼه کوونکی او ډير زیات مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 52

فَذَكِّرْ فَمَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَّلَا مَجْنُوْنٍ ۟ؕ

نو ای پیغمبره!خلکو ته پند وړاندې کړه.ته د خپل رب د لورینې له مخې نه فال ګریې او نه لیونی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 52

اَمْ یَقُوْلُوْنَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهٖ رَیْبَ الْمَنُوْنِ ۟

ایا هغوی وایې چې دا یو شاعر دی؟او مونږ پرې د حوادثو او پیښو او وښتون ته منتظر یو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 52

قُلْ تَرَبَّصُوْا فَاِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُتَرَبِّصِیْنَ ۟ؕ

ورته ووایه چې انتظار کوئ زه هم له تاسې سره په انتظار کوونکو کې یم. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 52

اَمْ تَاْمُرُهُمْ اَحْلَامُهُمْ بِهٰذَاۤ اَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ

ایا عقلونه یې په همدې ورته حکم کوي؟او که هغوی سرغړوونکي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 52

اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهٗ ۚ— بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ

ایا هغوی وایي چې محمد قران له ځانه ویلی دی؟نه بلکې هغوی ایمان راوړونکی نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 52

فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهٖۤ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟ؕ

د قرآن په شان یوه خبره خو دې جوړه کړي که رښتیني وي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 52

اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَ ۟ؕ

ایا پخپل سره خپل په خپله پیدا شوي دي او که په خپله پیدا کوونکی دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 52

اَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— بَلْ لَّا یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ

ایا اسمانونه او ځمکه هغوی پیدا کړي دي؟نه بلکي باور کوونکي نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 52

اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَبِّكَ اَمْ هُمُ الْمُصَۜیْطِرُوْنَ ۟ؕ

ایا ستا د رب خزانې ورکړای شوي دي؟او که هغوی یې په زوره واکداران شوي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 52

اَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَّسْتَمِعُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَلْیَاْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ

ایا داسې زینې لري چې پرې ختلي او پاس خبرې یې اوریدلي وي؟نو د هغوی اوریدونکي دې خپل ښکاره دلیل وړاندې کړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 52

اَمْ لَهُ الْبَنٰتُ وَلَكُمُ الْبَنُوْنَ ۟ؕ

ایا د الله لورګانې دي او ستاسې ځامن؟ info
التفاسير:

external-link copy
40 : 52

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ؕ

ایا ته ترې په دې بلنه ومزدوری غواړې؟چې تاوان ورکول په هغو دروند شوی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 52

اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟ؕ

ایا څه پټ شیان ورته معلوم دي چې بیا یي لیکي؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 52

اَمْ یُرِیْدُوْنَ كَیْدًا ؕ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا هُمُ الْمَكِیْدُوْنَ ۟ؕ

ایا د مکر او چل هڅه کوي؟هغه کسان چې کافران شوې په خپلو چلونو کې نښتي دي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 52

اَمْ لَهُمْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

ایا له الله نه پرته خدای هم لري؟الله له هغه څه نه پاک دی چې هغوی یې ورسره شریکوي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 52

وَاِنْ یَّرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَآءِ سَاقِطًا یَّقُوْلُوْا سَحَابٌ مَّرْكُوْمٌ ۟

او که چیرې د اسمان له لورې کومه راپریوتونکې ټوټه وګوري نو وایې به چې دا خو ګڼه وریځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 52

فَذَرْهُمْ حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ فِیْهِ یُصْعَقُوْنَ ۟ۙ

او ای پیغمبره!پریږیې ده تر څو له خپلې هغې ورځې سره مخ شي چې هغوی به پکي هلاکولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 52

یَوْمَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ

هغه ورځ چې چلونه به یې هیڅ شی ترې نشي په څنګ کولای.او نه به له هغوی سره کومک کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 52

وَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا عَذَابًا دُوْنَ ذٰلِكَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او بې له شکه چې ظالمانو ته له لوی عذاب نه پرته نور[۵]عذابونه هم شته خو ډیر خلک یې نه پوهیږي. info

[۵] له مرض،لوږه،طوفان،زلزله او نور.(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
48 : 52

وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَاِنَّكَ بِاَعْیُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ

ای پيغمبره!د خپل رب تر حکمه صبر وکړه بې شکه چې ته زمونږ د سترګو په وړاندې یې.او چې پورته کیږي نو د خپل رب تسبیح او حمد وایه. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 52

وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاِدْبَارَ النُّجُوْمِ ۟۠

او هم یې د شپي په اوږدو کې تسبیح وایه او هم د ستورو له پریوتلو وروسته. info
التفاسير: