పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

حجرات

external-link copy
1 : 49

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیِ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟

اې مؤمنانو! د الله او د هغه له رسول نه مه وړاندې کیږئ او له الله نه وډار شئ بې له شکه چې الله د هر څه اوریدونکی او په هر څه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 49

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَرْفَعُوْۤا اَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِیِّ وَلَا تَجْهَرُوْا لَهٗ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ اَنْ تَحْبَطَ اَعْمَالُكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ۟

اې مؤمنانو! د پیغمبر په غږ خپل غږ مه په پورته کوئ او له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ لکه څنګه يې چې تاسې یو له بل سره کوئ. هسې نه چې ستاسې ټولې کړني بابیزه شي او تاسې خبر هم نه واست. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 49

اِنَّ الَّذِیْنَ یَغُضُّوْنَ اَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ امْتَحَنَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ لِلتَّقْوٰی ؕ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

کوم کسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل غږونه ټیټوي په حقیقت کې هغه کسان دي چې الله يې د پرهیزګارۍ لپاره زړونه له ازمیښت نه تیر کړي دي بښنه او لوی اجر يي په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 49

اِنَّ الَّذِیْنَ یُنَادُوْنَكَ مِنْ وَّرَآءِ الْحُجُرٰتِ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

بې شکه کوم کسان چې بیرون له خونو څخه تاته چیغي وهي، ډیر يي له عقل نه خالي دي. info
التفاسير: