పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

سجده

external-link copy
1 : 32

الٓمّٓ ۟ۚ

الم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 32

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

بې له شکه ددغه کتاب نزول د رب العالمین له لورې دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 32

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ۚ— بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

ایا هغوی وايې چې محمد دا قران له ځان نه جوړ کړی دی؟نه بلکې دا ستا د رب له لورې راغلی دی تر څو ته هغه قوم وډار وې چې له تا وړاندې ورته کوم ډاروونکی نه وو راغلی کیدای شي چې سمه لار ومومي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 32

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا شَفِیْعٍ ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

الله هغه ذات دی چې اسمانونه،ځمکه او د دواړو د مینځ څيزونه یې په شپږو ورځو کې پیدا او بیا یې په عرش استوا وکړه.تاسې پرته له هغه هیڅ دوست او سپارښت کوونکی نه لرئ.نو ولې پند نه اخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 32

یُدَبِّرُ الْاَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ اِلَی الْاَرْضِ ثُمَّ یَعْرُجُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗۤ اَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟

له اسمان نه تر ځمکې پورې چارې اداره کوي بیا دا چارې هغه ته په یوه داسې ورځ کې ورخیژي چې ستاسې د شمیر له مخې یې اندازه زر کلونه ده. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 32

ذٰلِكَ عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

همدغه ذات په ټولو پټو او ښکاره وو خبر،په هر څه برلاسۍ او ډیر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 32

الَّذِیْۤ اَحْسَنَ كُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهٗ وَبَدَاَ خَلْقَ الْاِنْسَانِ مِنْ طِیْنٍ ۟ۚ

هغه چې هر څه یې پيدا کړي ښه کره یې پیدا کړي،او د انسان د جوړښت پيل یې له خټې څخه کړی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 32

ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهٗ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۚ

بیا یې د هغه ځوځات د کمو او لږو څڅیدونکو اوبو له نچوړ څخه وغزاو. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 32

ثُمَّ سَوّٰىهُ وَنَفَخَ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِهٖ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

بیا یې د هغه شکل پوره له خپلې لورې یي پکې روح ورپو،او تاسې یې د غوږونو،سترګو او زړونو څښتنان وګرځولئ.خو تاسې ډیر لږ شکر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 32

وَقَالُوْۤا ءَاِذَا ضَلَلْنَا فِی الْاَرْضِ ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ؕ۬— بَلْ هُمْ بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كٰفِرُوْنَ ۟

او هغوی وایې:ایا کله چې مونږ په خاورو کې ورک شو نو له نوي سره بیا جوړول کیږو؟اصلي خبره همداده چې دوی له رب سره له مخامخ کیدلو نه منکر دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 32

قُلْ یَتَوَفّٰىكُمْ مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِیْ وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ ۟۠

ای محمده!ووایه چې همغه ملایکه به مو مړه کړي چې پر تاسې ټاکل شوې ده او بیا به د خپل رب په لور بیرته وګرځول شئ. info
التفاسير: