పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
31 : 22

حُنَفَآءَ لِلّٰهِ غَیْرَ مُشْرِكِیْنَ بِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَكَاَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّیْرُ اَوْ تَهْوِیْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ مَكَانٍ سَحِیْقٍ ۟

یوازې یو الله ته غاړه کیږدئ او له هغه سره هیڅ مه برابروئ.او څوک چې له الله سره بل څه برابر کړي نو داسې یې وګڼه لکه چې له اسمان نه راختاء او مارغان یي سره وتښتوي.او یایې باد په یوه لرې او ژور ځای کې ور ګوزار کړي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 22

ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَی الْقُلُوْبِ ۟

خبره همداده ـ او څوک چې د الله د نښو درناوی کوي نو بې له شکه چې دا یې د زړونو تقوی ده. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 22

لَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ مَحِلُّهَاۤ اِلَی الْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟۠

تاسې تر یوې ټاکلې مودې له همدغو څارویو نه ګټه اخیستلای شئ او د قربانۍ ځای يې له لرغونې خوني سره دی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 22

وَلِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِّیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ؕ— فَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَلَهٗۤ اَسْلِمُوْا ؕ— وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِیْنَ ۟ۙ

او مونږ د هرامت لپاره د قربانۍ یوه لاره ټاکلې ده چې:د الله نوم د الله په وروزي کړو څارویو یاد کړي.نو ستاسې معبود ایکې یو الله دی نو همغه ته غاړه کیږدئ ـ او ای محمده! عاجزی کوونکو ته زیری ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 22

الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَالصّٰبِرِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَصَابَهُمْ وَالْمُقِیْمِی الصَّلٰوةِ ۙ— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟

هغو کسانو ته چې د الله په یادولو سره یې زړونه لړزیږي د رسیدلو پيښو په وړاندې صبر کوونکي لمانځه و دروونکي،او زمونږ چې څه ورکړي دي له هغو نه خیراتونه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 22

وَالْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُمْ مِّنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ لَكُمْ فِیْهَا خَیْرٌ ۖۗ— فَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا صَوَآفَّ ۚ— فَاِذَا وَجَبَتْ جُنُوْبُهَا فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرْنٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او اوښان او نور غټ څاروي مونږ تاسې ته په شعاير الله کې شامل کړي دي. په هغو کې ستاسې دنیوي او اخروي ښیګڼه ده.په اوښانو په ولاړه د الله نوم واخلئ.او چې له حلالولو وروسته په ځمکه پریووځي نو په خپله یې وخورئ.او مسکینانو ته یې هم ورکړئ سوال کوي او که نه ـ دا څاروي مونږ ستاسې په واک کې در کړي دي ښايې چې تاسې شکر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 22

لَنْ یَّنَالَ اللّٰهَ لُحُوْمُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِنْ یَّنَالُهُ التَّقْوٰی مِنْكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰی مَا هَدٰىكُمْ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

الله ته نه د هغې غوښې رسیږي او نه یې وینې بلکې هغه ته یوازې ستاسې تقوی رسیږي.او په دې توګه یي څاروي ستاسې په واک کې در کړي دي تر څو تاسې الله پاک د هغه د ښوونو په رڼا کې په لویې سره یاد کړئ او نیکو کارانو ته زیری ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 22

اِنَّ اللّٰهَ یُدٰفِعُ عَنِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُوْرٍ ۟۠

بې له شکه چې الله پاک تل تر تله له مؤمنانو نه دفاع کوي ـ او دا هم پخه خبره ده چې الله پاک هیڅ خاین او ناشکره نه خوښوي. info
التفاسير: