పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

external-link copy
235 : 2

وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا عَرَّضْتُمْ بِهٖ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَآءِ اَوْ اَكْنَنْتُمْ فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمْ سَتَذْكُرُوْنَهُنَّ وَلٰكِنْ لَّا تُوَاعِدُوْهُنَّ سِرًّا اِلَّاۤ اَنْ تَقُوْلُوْا قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ؕ۬— وَلَا تَعْزِمُوْا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتّٰی یَبْلُغَ الْكِتٰبُ اَجَلَهٗ ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوْهُ ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟۠

او پر تاسې په دې کې هم ګناه نشته چې همدغو ښخو ته چې په عدت کې وي په اشارو سره د واده وړاندیز وکړئ او یا یې هیله په زړونو کې پټه وساتئ الله پوهیږي چې تاسې به ډیر ژر دوی یادې کړئ خو په پټه ورسره د واده پخه خبره مه کوئ یوازې ددې خبرې اجازه شته چې نیکه او ښکاره خبره ورته وکړئ او تر هغو چې عدت پای ته نه وي رسیدلی تاسې یي د نکاح د تړلو هوډ ونه کړئ او پوه شئ چې الله په هغه څه ښه پوهیږي چې تاسې په زړونو کې دي، نو له هغه څخه وډارشئ او پوه شئ چې بې شکه الله بښونکی او زغم کوونکی دی. info
التفاسير: