పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - సర్ఫరాజ్

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
97 : 17

وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَنَحْشُرُهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ عُمْیًا وَّبُكْمًا وَّصُمًّا ؕ— مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنٰهُمْ سَعِیْرًا ۟

او چا ته چې الله لار وښووله نو همغه لار میندونکی دی. او څوک يې چې لار ورکي کړل نو هیڅکله به پرته له الله د هغوی ملاتړي مینده نه کړې. او مونږ به همدا خلک د قیامت په ورځ پړمخ په داسې حال کې چې ړانده، ګونګیان او کاڼه به وي راټول او د ورتګ ځای يې جهنم دی. او چې کله هم د اور لمبې څه غلې او ښکته کیږي مونږ به يې لا ورته تیز وو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 17

ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا وَقَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّرُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا ۟

دا جزا ځکه ورکوو چې هغوی زمونږ په ایتونو کافر او ویلې به يي چې: کله مونږ زاړه هډوکي او ورستې خاورې شو بیا به هم له سره بیرته پیدا کیږو؟ info
التفاسير:

external-link copy
99 : 17

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ اَجَلًا لَّا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَاَبَی الظّٰلِمُوْنَ اِلَّا كُفُوْرًا ۟

ایا دې ته يې فکر نه رسیږي چې هغه الله چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي توان لري چې د پخوا په شان يې بیا پیدا کړي او د دوی لپاره يې یوه پخه نیټه ټاکلې ده. خو ظالمانو پرته له دې چې ناشکري وکړي نور يې هر څه ته شاه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 17

قُلْ لَّوْ اَنْتُمْ تَمْلِكُوْنَ خَزَآىِٕنَ رَحْمَةِ رَبِّیْۤ اِذًا لَّاَمْسَكْتُمْ خَشْیَةَ الْاِنْفَاقِ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ قَتُوْرًا ۟۠

ای محمده! هغوی ته وایه که زما د رب د رحمتونو خزانې ستاسې په واک کې وای، نو د فقر او مسکینۍ له له ډار نه به مو پوره بخیلي کړې وه. انسان خورا زړه تنګی او بخیل دی. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 17

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی تِسْعَ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ فَسْـَٔلْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِذْ جَآءَهُمْ فَقَالَ لَهٗ فِرْعَوْنُ اِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰمُوْسٰی مَسْحُوْرًا ۟

او مونږ موسی ته نهه ښکاره معجزې ورکړې وي. نو د هغو په هکله بنې اسرائیل پوښته. کله چې موسی هغوی ته ورغی نو فرعون ورته وویل: زه باور لرم چې جادو درباندې شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 17

قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَاۤ اَنْزَلَ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ بَصَآىِٕرَ ۚ— وَاِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰفِرْعَوْنُ مَثْبُوْرًا ۟

موسی ورته وویل: ته ښه پوهیږې چې زما ښکاره معجزې د اسمانونو او ځمکې د رب له لورې دي. او ای فرعونه! زما پوخ باور دی چې ته به هلاک شې. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 17

فَاَرَادَ اَنْ یَّسْتَفِزَّهُمْ مِّنَ الْاَرْضِ فَاَغْرَقْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ جَمِیْعًا ۟ۙ

فرعون هڅه وکړه چې موسی او ملګري يي له هیواد نه وشړي خو مونږ فرعون او د هغه ټول ملګري له یوې مخې په اوبو کې غرق کړل. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 17

وَّقُلْنَا مِنْ بَعْدِهٖ لِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اسْكُنُوا الْاَرْضَ فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِیْفًا ۟ؕ

او له دې وروسته مونږ بني اسرائیلو ته وویل: چې اوس تاسې په هغه ځمکه کې اوسئ او کله چې د اخرت د ورځې وخت راشي نو بیا به تاسې او هغوی ټول یو ځای سره راولو. info
التفاسير: