పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - రువ్వాద్ అనువాద కేంద్రం

ق

external-link copy
1 : 50

قٓ ۫— وَالْقُرْاٰنِ الْمَجِیْدِ ۟ۚ

ق [1] قسم دی په قران شرافت والا. info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 50

بَلْ عَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا شَیْءٌ عَجِیْبٌ ۟ۚ

بلكې هغوى په دې تعجب كوي چې (څنګه) په خپله له همدوى يو وېروونكى ورته راغى نو كافرانو وويل: دا يو عجيب شى دى. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 50

ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ۚ— ذٰلِكَ رَجْعٌ بَعِیْدٌ ۟

ايا كله چې موږ مړه او خاورې شو (نو دوهم ځل به بيا را ژوندي كېږو؟) دا بېرته راګرځيدل خو (له پوهې) لرې دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 50

قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْاَرْضُ مِنْهُمْ ۚ— وَعِنْدَنَا كِتٰبٌ حَفِیْظٌ ۟

موږ ته رېښتيا معلوم دي هغه څه چې کموي یې زمکه د دوی نه، او موږ سره يو کتاب دی ساتونكى (د دوی د عملونو). info
التفاسير:

external-link copy
5 : 50

بَلْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِیْۤ اَمْرٍ مَّرِیْجٍ ۟

بلكې دوى دروغجن ګڼي حق لره هر کله چې دوی ته راغی، نو دوی په خبره ګډه وډه کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 50

اَفَلَمْ یَنْظُرُوْۤا اِلَی السَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَیْفَ بَنَیْنٰهَا وَزَیَّنّٰهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوْجٍ ۟

ایا آسمان ته يې نه دي كتلي چې موږ څنګه جوړ كړى، ښكلى كړى مو دى او هيڅ چاود پكې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 50

وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟ۙ

او ځمكه موږ (هواره) وغوړوله او كلك ولاړ غرونه مو پكې واچول او هر ډول ښكلي تازه بوټي مو پكې زرغون كړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 50

تَبْصِرَةً وَّذِكْرٰی لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ ۟

لپاره د پوهولو، او یادداشت دی هر غاړه اېښودونکي بنده لره. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 50

وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً مُّبٰرَكًا فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ جَنّٰتٍ وَّحَبَّ الْحَصِیْدِ ۟ۙ

او موږ له آسمانه بركتي اوبه وورولې بيا مو باغونه او رېبلو والا (غلې) دانې پرې زرغونې كړې. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 50

وَالنَّخْلَ بٰسِقٰتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِیْدٌ ۟ۙ

او د كجورو دنګې دنګې ونې چې لاندې باندې (ډک) وږي لري. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 50

رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ ۙ— وَاَحْیَیْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ؕ— كَذٰلِكَ الْخُرُوْجُ ۟

د بندګانو د روزۍ لپاره او مړ (شاړ) ښار مو پرې ژوندى كړ، دغسې راوتل دي (له قبرونو څخه). info
التفاسير:

external-link copy
12 : 50

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّاَصْحٰبُ الرَّسِّ وَثَمُوْدُ ۟ۙ

تر هغوى مخكې د نوح قوم، رس والاوو او ثموديانو (رسولان) درواغ ګڼلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 50

وَعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ وَاِخْوَانُ لُوْطٍ ۟ۙ

او (همدارنګه) عاديانو، فرعون او د لوط (قومي) ورونو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 50

وَّاَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ ؕ— كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِیْدِ ۟

او د ځنګله والا وو او د تبع قوم (دې) ټولو رسولان درواغجن وګڼل نو (زما د عذاب) ژمنه پرې ثابته شوه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 50

اَفَعَیِیْنَا بِالْخَلْقِ الْاَوَّلِ ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟۠

آيا نو موږ په لومړي (ځل) پيدا كولو (ډېر) ستومانه شو؟ بلكې هغوى له نوي پيدايښته په شک كې دي. info
التفاسير: